نړۍ
ټېلرسن به نن جمعه د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ورسېږي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن په منځني ختيځ او جنوبي اسيا کې ځينو کليدي هېوادونو ته خپل د يوې اوونۍ سفر پيلوي.
ټېلرسن به نن د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ورسېږي، هلته به د عراق او سعودي عربستان د همږغۍ شورا په غونډه کې برخه واخلي او له سعودي رهبرانو سره به د يمن پر بحران په کې بحث وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير به بيا له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره په دوحه کې تم شي.
وروسته به د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه جنوبي اسيا ته خپل اولنى سفر پيل کړي.
دى به پاکستان او هند ته هم لاړ شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړيکو خبرې وکړي.
امريکا ته د ستنېدو پر مهال به ريکس ټېلرسن په جنيوا کې هم تم شي، هلته به ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال سازمان د عالي کمېشنر او د سره صليب نړيوالې کمېټې په دفتر کې ليدنې کتنې ولري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، ټېلرسن به راروانه جمعه بېرته واشنګټن ستون شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: پر ایران د نورو بریدونو پرځای اقتصادي فشارونه غوره بولي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټڼ پرایران د نویو پوځي بریدونو پرځای غواړي پردې هیواد اقتصادي فشار وساتي ترڅو تهران یوې هوکړې کولو ته اړشي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ له اکسیوس رسنۍ سره په مرکه کې وویل: "موږ موضوع په ټیټه کچه ساتو." هغه اصطلاح چې معمولاً د احتیاط او محدود اقدام لپاره کارول کیږي.
هغه وویل: "موږ له هغوی سره یوازې نیمګړې خبرې اترې کوو. موږ یوازې ایران څارو، چې له ستر انفلاسیون سره مخ دی او پیسې هم نه لري."
د اکسیسوس په وینا ټرمپ په دې مرکه کې د ایران پر وړاندې د نورو پوځي ګواښونو یادونه ونه کړه. ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران پربندرونو د امریکا کلابندي روانه ده او تهران هم د هرمز تنګي د بیرته پرانستلو لپاره امریکا ته نوي شرطونه ایښي دي.
ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره نوي شرطونه کېښودل
ایراني چارواکو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره نوي او پراخ شرطونه مطرح کړي دي. د ایران د ملي امنیت شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي، تر هغه به هرمزتنګی خلاص نه شي چې امریکا خپل دریځ او چلند بدل نه کړي.
ایران د جګړې او بریدونو د پای ته رسېدو، د امریکا د پوځي ځواکونو د وتلو، د سمندري محاصرې د لرې کېدو، د جګړې د زیانونو د بشپړ جبران، د بندیزونو د لغوه کېدو او د د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران او مسقط په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د مسیر او حقوقي مدیریت په اړه هوکړې ته ډېر نژدې شوي دي. د هغه په وینا، دواړه هېوادونه لومړی د یوه موقتي مسیر پر جوړولو خبرې کوي چې وروسته به د دایمي مسیر لپاره بنسټ وګرځي.
سعودي د ارامکو په تاسیساتو کې لګېدلی اور مړ کړ
د سعودي عربستان د جیزان په سیمه کې د ارامکو د تېلو په تاسیساتو کې لګېدلی اور د یکشنبې په ورځ ووژل شو او د پېښې له امله د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
یمني حوثیانو د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې تاسیسات یې د بېپیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړي دي. جیزان د یمن پولې ته نژدې موقعیت لري او حوثیانو ته نژدې دی.
د جیزان د تېلو چاڼځای هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ زره بېرله اوومه تېل پروسس کوي او پټرول او ډیزل تولیدوي.
ترکیه: د مکې دفاعي تړون د ایران خلاف نه دی
ترکیه وايي، د مکې دفاعي تړون د ایران خلاف نه دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې په ورځ وویل،" د ترکیې، پاکستان او سعودي ترمنځ لاسلیک شوی دفاعي تړون که څه د ناټو تړون ته ورته دی خو د ایران خلاف نه دی".
د هغه په وینا، دا تړون د هیڅ هېواد خلاف نه دی او یوازینۍ موخه يې د دغو درېیو هېوادونو د امنیت خوندي کول دي.
سعودي، ترکیې او پاکستان د تیرې جمعې په ورځ په مکه ښار کې یو دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د تړون له مخې،" له دې درېیو هېوادونو پر هر یو يې برید، پر درې واړو برید ګڼل کیږي".
دا درې هېوادونه په داسې حال کې دفاعي تړون لاسلیکوي چې په منځني خیتځ کې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو له کبله وضعیت ترینګلی دی.
ایران وایي، د هرمز تنګي بیرته پرانیستل په امریکا پورې تړلي دي
ایران د شنبې په ورځ وویل، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د کشتیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره د یوه نوي میکانیزم پر سر هوکړه، لازماً په دې معنا نه ده چې دغه لاره به بېرته پرانیستل کیږي.
د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو یوه ویاند وویل، مخکې له دې چې هرمزتنګی پرانستل شي متحده ایالات باید د ایران غوښتنې ومني.
هغه له واشنګټن څخه وغوښتل چې له عمان سره له روانو خبرو ځان لرې وساتي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ادعا کړې چې واشنګټن په دغو خبرو اترو کې ښکېل دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې تهران او مسقط د یوې هوکړې لاسلیک کولو ته نږدې شوي دي.
عراقچي وویل، د خبرو هدف دادی چې له هرمز تنګي څخه د کشتیو د تېرېدو یوه نوې، لنډمهاله لاره رامنځته شي.
د امریکا سنا جرګې پر ایران او روسیې د تازه بندیزونه طرحه تصویب کړه
د امریکا سنا جرګې پر ایران او روسیې د تازه بندیزونه طرحه تصویب کړه.
دغه طرحه پرون جمعه د امریکا په سنا جرګه کې په ۸۶ مثبتو رایو تصویب شوه.
د طرحې له مخې پر ایران او روسیې تازه بندیزونه ولګول شول.
د طرحې له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولی شي پر هغو هېوادونو سل سلنه تعرفه ولګوي چې له ایران او روسیې تیل او ګاز اخلي.
د دې طرحې د تصویب موخه د ایران او روسیې د عایداتو د سرچینو وچول دي، څو دغه هېوادونه ونه شي کولی د جګړې لګښتونه برابر کړي.
دغه طرحه د امریکا د ګانکرس د استازو جرګې ته هم د تصویب لپاره استول شوې ده.
قانون جوړونکي اندېښمن دي چې ښايي دا طرحه به په امریکا کې د توکو بیې لا پسې لوړې کړي.
په واشنګټن کې د اوکراین سفارت د دې طرحې د تصویب هرکلی کړی دی.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
اوکرایني چارواکي وايي، دا بریدونه پلازمینې کیف ته نژدې شوي چې د یو ماشوم په ګډون درې تنه په کې وژل شوي دي.
د نن سهار په دې بریدونو کې د کیېف ختیځې سیمې په نښه شوې وې.
رویترز خبري اژانس د عیني شاهدانو په حواله لیکي چې په سیمه کې د څو درنو چاودنو غږ اوریدل شوی دی.
له دې مخکې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې په بریدونو کې ۲۱ کسان وژلي وو.
میټا شرکت د ماشومانو د خوندیتوب په قضیه کې څه باندې پنځه میلیونه ډالره جریمه شو
میټا شرکت د ماشومانو د خوندیتوب په قضیه کې څه باندې پنځه میلیونه ډالره جریمه شو.
د امریکا د نیو میکسیکو یوې ایالتي محکمې د فیسبوک او انسټاګرام مالک میټا شرکت د ماشومانو د خوندیتوب په قضیه کې ۵۶۷میلیونه ډالره جریمه کړ او د ۱۸ کم عمره کاروونکو لپاره د دې شبکو پر ځینو ځانګرتیاو محدودیتونه ولګول شول.
د اړونده قضیه یو قاضي ویلي،"میټا شرکت ماشومان او تنکي ځوانان د "عامه ځورونې" له خطر سره مخ کړي دي".
محکمې میټا شرکت ته امر کړی چې د ۱۸کلونو کم عمره کاروونکو لپاره دې د ښوونځیو په وخت د ځینو اعلانونو او په ټوله کې دې د لایکونو د ښودلو شمیر بند کړي.
وړاندې په حکم کې راغلي، میټا شرکت دې په میاشت کې د ۹۰ ساعتونو لپاره چې په ورځیني ډول درې ساعته راځي ماشومانو ته حق ورکړي د انسټا او فیسبوک اکونټونه وکاروي.
دا پریکړه وروسته له هغې کیږي چې میټا شرکت په خپلو پلیټ فرامونو کې له ځوانانو څخه د ناوړه ګټې اخیستي مسولیت ومنه.
میټا شرکت ویلي چې له دې پریکړې سره موافق نه دي او د بیا کتنې غوښتنه به وکړي.
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په مکه ښار کې ګډ دفاعي ټرون لاسلیک کړی
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په مکه ښار کې ګډ دفاعي ټرون لاسلیک کړی.
دغه تړون د جمعې په ورځ د (اګست۷مه) د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک شو.
د دغو هېوادونو په ګډ بیان راغلي،" د تړون له مخې له دې درېیو هېوادونو پر هر یو يې برید، پر درې واړو برید ګڼل کیږي".
تراوسه د دې دفاعي تړون ټول جزیات رسنیز شوي نه دي.
یو ترکې چارواکي ویلي،" دا تړون یوازې دفاعي موخې لري او نور هېوادونو کولی شي چې غړیتوب يې ترلاسه کړي".
دا درې هېوادونه په داسې حال کې دفاعي تړون لاسلیکوي چې په منځني خیتځ کې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو له کبله وضعیت ترینګلی دی.
د تایلنډ په یوه ښوونځي کې د ډزو پیښه کې اته تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي
د تایلنډ پولیسو د جمعې په ورځ، د زمري ۱۶مه، اعلان وکړ چې د دغه هېواد په یوه ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې د بریدګر په ګډون، اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي چې بریدګر یو زدهکوونکی و. د پولیسو په وینا، هغه په ښوونځي کې له برید وړاندې خپل نیکه او نیا هم په خپل کور کې په ډزو وژلي وو.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځي د ۲۰۲۵ تعلیمي کال پر مهال شاوخوا ۳,۱۰۰ زدهکوونکي او ۱۴۷ ښوونکي لرل.
تایلنډ کې له دې وړاندې هم ورته خونړي بریدونه شوي دي.