افغان مدني فعالان او کارپوهان له حکومت او د افغانستان د بشر د حقونو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي چې په هېواد کې د بشري حقونو خوندیتوب ته هڅې تېزې او جدي کړي.
دغه غوښتنې د بشر د حقونو په نړیواله شورا کې دې د افغانستان له شاملېدو سره هممهاله کېږي.
دوی وايي، په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې زور زیاتی، غلا، جنایتونه، تعصبونه، سړي تښتونې، د زورواکو لهخوا د کمزورو پر حقونو ولکه کول او داسې نورې غیر قانوني او بشري کړنې اوس هم روانې دي.
فعالان: د بشر حقونو کمېسیون دې په م.م کې له ۲ کلن غړیتوبه ښه ګټه پورته کړي
دوی ټینګار کوي چې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون باید د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د شورا له دوه کلن غړیتوب نه ښه ګټه پورته او د دغو ناخوالو او جنایتونو پر وړاندې عمل وکړي.
د افغان ښځو د شبکې مشرې حسینه صافۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان دولت باید د بشر د حقونو اړوندې ټولې اجنډاوې چې په تېرو پنځه، لس یا ۲۰ کلونو کې یې لرلې، هغه وارزوي او د دغه غړیتوب نه په استفادې سره، په ټول هېواد کې د بشري حقونو قضیو ته رسیدهګې وکړای وکړي."
افغان کارپوهان وايي، د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو په شورا کې د افغانستان غړیتوب، د حکومت مکلفیت لا زیات کړ او باید د قضیو پر وړاندې د بشر د حقونو له نړیوالو اعلامیو سره سم عمل وکړي.
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی
د دغو کارپوهانو له ډلې د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل:
"تینګار دا دی چې افغان حکومت باید ثابته کړي چې که د بشر حقونه نه مراعاتېږي لاملونه یې پیدا کړي او څوک چې له دغو حقونو سرغړونه کوي که په دولت کې دي او که په ټولنه کې باید مجازات شي. دولت باید دغه اصول لومړی پهخپله مراعات کړي چې عدالت تأمین شي."
د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو نړیواله شورا ۴۷ غړي لري او افغانستان وتوانېد چې د ملګرو ملتونو د۱۳۰ غړیو د مثبتو رأیو په نتیجه کې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې، د دغې شورا غړی شي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، یاد کمېسیون اجرائیه صلاحیت نهلري خو هڅه کوي چې په دغې شورا کې د افغانستان د غړیتوب د ساتلو لپاره له حکومت سره همکاري زیاته او د قضیو په څېړلو کې پرې نور ټنیګار هم وکړي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل:
"دا کولی شي، د بشر د حقونو په رعایتولو، پلي کولو، پراختیا او ملاتړ کولو کې د حکومت اقدامات زیات کړي. افغان دولت د بشر د خوندیتوب لپاره یو لړ پروګرامونه لري. موږ به له دولت سره مرسته وکړو چې د بشر د حقونو د خوندیتوب لپاره خپل مکلفیتونه په ګډه سره ترسره کړو."
پر افغان حکومت او د دې هېواد د بشر د حقونو پر خپلواک کمېسیون د بشري حقونو د خوندیتوب ټینګار په داسې حال کې کېږي چې افغان مدني ټولنه او د تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو د وژل شوېو کورنۍ تل پر حکومت او یاد کمېسیون له دې امله انتقاد کوي چې د جنګي مجرمینو او د بشري حقونو د سرغړونکو پر وړاندې اقدام نهکوي.
خو افغان چارواکو تر دې مخکې په دې اړه ویلي چې دوی په دې برخه کې هڅې کوي او که د مجرمینو په موندلو کې خلک هم د کره اسنادو پر مټ د دولت له عدلي او قضايي ارګانونو سره مرسته وکړي دوی به یې پر وړاندې اقدامات وشي.
راپور: خان محمد سیند