د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

وسله‌والو ته په سوله کې د ګډون لپاره، د کونړ سپين‌سرې مېرمنې جرګه ورځي


کونړ کې ښځې وايي، دوی نورې له جنګونو په تنګ شوي او غواړي چې وسله‌والو مخالفینو ته د جنګ د بس کولو لپاره په ننواتې ورشي، سر ورته سرتور کړي او ورته ووايي چې د جنګ او افغان وژنې پر ځای دې سولې او یووالي ته لومړیتوب ورکړي.

دا خبرې دوی د «سوله کې د ښځو وڼده» په نوم جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په غونډه کې د شوې پرېکړې په اړه، په کونړ کې د ښځو چارو رئیسې مېرمن سهیلا بابر نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی نورې له جنګ جګړو، وژنو او ویرونو په تنګ شوې دي، نو ځکه‌يې د سپین سرو ښځو د جرګې جوړولو او د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د هغوی د لېږلو فیصله وکړه.

اغلې بابر زیاته کړه:

"موږ ډېرې کړېدلې او ځورېدلې یو، ډېر بچیان مو په انتحاریانو، بمونو او جګړو کې ووژل شول، زموږ وروڼه او بچي په غرونو کې مړه شول، جسدونه‌یې هلته پاتې شول، موږ به راټولېږو، په یو اواز سره به هغو وروڼو ته ورځو چې څوک نن د حکومت خلاف جنګېږي، هغوی ته به سؤال کوو، سر به ورته سرتوروو او عذر به ورته کوو چې نور له جګړې لاس واخلئ."

مېرمن بابر وویل چې دوی په خپله کړې پرېکړه ولاړې دي او په ډېر نېږدې وخت کې به جرګه جوړه او د وسله‌والو مخالفینو مورچو، کورونو او د هغوی نورو ادرسونو ته ولېږل شي.

سهیلا بابر وایي:

"کله چې یو پښتون یوه خبره وکړي، له خپلې خبرې هېڅکله نه‌اوړي. موږ هم پرېکړه کړې، کوښښ کوو چې په نېږدې ورځو کې سپین سرې ښځې راټولې کړو. موږ غواړو چې له دغه بد امنه ژوند څخه وژغورل شو. یوه ډله جوړوو او خپلو وسله‌والو وروڼو ته‌يې لېږو، هغوی سره د سولې په ټغر کېنو او ورته خپل پیغام ورسوو."

نوموړې وویل، قومي مشران او دیني عالمان هم باید د سولې په یاده جرګه کې له دوی سره ملګرتیا وکړي.

یاده غونډه کې په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې مېرمن وږمې ساپۍ هم برخه اخیستې وه، نوموړې هم دغه پرېکړه ګټوره وبلله او ويې‌ویل، که چېرته د سپین سرو ښځو جرګه وسله‌والو مخالفینو ته د ننواتې او زاریو په ډول ورشي، نو د مخالفینو زړونه هم د غوښې دي، امکان لري چې پرې اغېز وکړي او سولې ته غاړه کېږدي.

اغلې ساپۍ زیاته کړه:

"سپین سرې ښځې دې د مور، خور او نیا په حیث وسله‌والو مخالفینو ته ورشي، د سؤال او زاریو لپاره دې ورته لمن وغوړوي، سر دې ورته سرتور کړي چې جنګ مه‌کوئ. هغوی هم انسانان دي، په سینو کې د غوښې زړونه لري، زه یقین لرم چې هغوی به هم د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي او ورسره به د جنګ میدانونه ساړه شي."

وږمې ساپۍ وویل، خپله هم غواړي چې د سپین سرو ښځو په یاده جرګه کې ګډون وکړي او د حکومت خلاف جنګېدونکو وروڼو ته د سولې پیغام ورسوي.

وکیلې ساپۍ وویل:

"زما کونړي بچیان او زما کونړي وروڼه زما ملاتړي دي. زه پرې باوري یم چې زما درخواست ته لبیک وايي، تل مې یاد کړي دي. اوس هم ورته درخواست کوم چې ورور ته د ورور د وینې تویول حرام دي، راشئ! د خپلو وروڼو سره یو شئ او خپلو خویندو او خپلو میندو او کورنیو سره ارام ژوند وکړئ."

د کونړ دیني عالم مولوي نجیب‌الله حقیار وویل، علماوو تل خلکو ته د سولې اهمیت بیان کړی او بیا هم چمتو دي چې په هېواد کې د جنګونو د پای ته رسولو او د سولې راوستلو لپاره خپله دیني او افغاني دنده تر سره کړي.

ښاغلي حقیار زیاته کړه:

"موږ خو تل د سولې لپاره غږ اوچت کړی، د سولې لپاره هلې ځلې کوو. دا عبادت ګڼو، ډېرې پېښې داسې شوي چې په عنعنوي شکل د ښځو په وسیله حل شوي، غټې فتنې پرې له‌منځه تللي، دواړو خواو ته هم پښتانه دي او زیاته ساحه هم د دوی ولکه کې ده. که چېرته په اخلاص د سولې لپاره قدم پورته کړای شي، زه ډاډه یم چې ښه رنګ به راوړي."

د خلکو په خبره، دا د هېواد په کچه لومړی ځل دی چې ښځې وسله‌والو مخالفینو ته د سولې خبرو لپاره د سپین سرو ښځو د جرګې جوړولو پرېکړه کوي، که چېرته ټولې خویندې خپلو وروڼو، مورګانې خپلو بچو او مېرمنې خپلو خاوندانو ته ووايي چې جنګ مه‌کوئ، په جنګونو کې د سر او مال زیان دی او په سوله کې يې هر څه خوندي دي، نو لیرې نه‌ده چې په ټول هېواد کې به جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي او سرتاسري سوله به راشي.

په دغې غونډه کې دولتي چارواکو، په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو او سلګونه ښځو برخه اخیستې وه.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG