د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

بشري حقونه: په میرزا اولنګ کې د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت دی


که څه هم وسله والو طالبانو په میرزا اولنګ کې د ملکیانو په وژنه کې لاس لرل په تکرار سره رد کړي، خو د افغانستان د بشري د حقونو خپلواک کمېسون وايي، د دوی د لمړنیو موندنو له مخې د میرزا اولنګ جنایت وسله والو طالبانو د داعش ډلې په ملتیا ترسره کړی دی.

د دې کمېسیون ویاند بلال صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې وسله والو طالبانو او داعش ډلې ملکیان په نښه کړي چې د نړیوالې جزايي محکمې د کړنلارې له مخې دا يو جنګي جنایت دی.

صدیقي: دا جنګي جنایت دی.
صدیقي: دا جنګي جنایت دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ د پلاوي څېړنې دا را ښيي چې وسله والو طالبانو د داعش ډلې سره په ګډه په هغه کلي برید کړی او بې ګناه ملکیان يې په نښه کړي چې دا د نړیوالې جزايي محکمې د کړنلارې له مخې يو جنګي جنایت دی چې ترسره کېږي."

ښاغلی صدیقي وايي، حکومت د خلکو د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلی، او خلک په هېڅ ځای کې ځانونه خوندي نه احساسوي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د موندنو له مخې د زمري د میاشتې په ۱۳نېټه پنجشنبه ماښام وسله والو طالبانو د داعش ډلې په ملتیا د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه حمله وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره يې د دوو شپو ورځو جګړې وروسته، میرزا اولنګ سیمه تر خپلې ولکې راوسته او د خلکو په وژنې يې لاس پورې کړ چې له ۵۰ تر ۶۰ پورې کسان په کې ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.

د دوی د معلوماتو له مخې د دې حملې له کبله ۴۷۱ کورنۍ هم له یادې سیمې بېځایه شوي او د سرپل ولایت مرکز او نورو کلیو ته کوچېدلي دي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسون لخوا رسنیو ته د رالېږل شوې خپرپاڼې له مخې په میرزا اولنګ کې د حملې مشري د طالبانو سیمه ییز قوماندان ملا نادر او د د داعش ډلې قوماندان غضنفر کوله.

بلخوا د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډيو ته ویلي چې په میرزا اولنګ کې، غالباً د فرقه یې تعصب له مخې، لس ګونه کسان چې د کلي مشران، ښځې او ماشومان پکې دي، وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت که څه هم د میرزا اولنګ او په ورته نورو پېښو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې لاس لرل نه ردوي، خو وايي چې د میرزا اولنګ د پېښې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:

"له شلو څخه ډېرې تروریستي ډلې په افغانستان کې فعالې دي چې داعش او طالبان هم په کې شامل دي چې په ټولو جنایتونو کې لاس لري، زیاتره تروریستي ډلې د طالبانو په نوم دلته فعالې دي او که طالبان دوی ته زمینه مساعده نه کړي نو نورې ډلې هم دلته فعالیت نشي کولای."

په سرپل کې روان کال نا امني زیاته شوې او ځیني ولسوالۍ يې په څو ځلې د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلي چې بیا بېرته افغان ځواکونو خپلې کړې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، د میرزا اولنګ سیمې د نیولو لپاره هم د دوی عملیات په بري سره روان دي او وسله والو مخالفینو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG