د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

همبستګي ګوند: وسله‌وال مخالفین نشي کولای د افغانانو یووالی مات کړي


د افغانستان د «همبستګي ګوند» په یوه اعتراضه مظاهره کې د سرپل د میرزا اولنګ پېښه وغندله او په را تلونکې کې د دا ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د دغه ګوند ویاندې سیلۍ غفار د جمعې په ورځ په دغه مظاهره کې رسنیو ته وویل چې وسله وال طالبان او داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې د عراق په څير مذهبي جګړې رامنځته کړي، خو د هغې په وینا هېڅ څوک به هم د افغانانو یووالی مات نه کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"وسله وال طالبان او داعش کوښښ کوي چې په وحشیانه عملیاتو سره زموږ د ملتونو په ځانګړې توګه مذهبي او قومي اقلیتونو کې د عراق په څیر مذهبي جګړو ته لمن وهي او لمبې بلې وساتي."

د افغان دولت وسله والو مخالفینو د شنبې په ورځ د سرپل د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمه ونیوله او د سیمه ییزو چارواکو په خبره د سیمې څه باندې پنځوس اوسېدونکي یې ووژل.

وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي چې د میرزا اولنګ له سیمې شااوخوا پنځه سوو کورنیو کډې کړې دي.

د ملي وحدت حکومت مشرانو، په کابل کې د امریکا سفارت، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت دغه پېښه غندلې ده.

په ورته وخت کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سرپل د اوسېدونکو د وژنې په مخنیوي کې حکومت پاتې راغلی.

له دغې پېښې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ګواښ وویل چې د میرزا اولنګ د پېښې د قربانیانو غچ به واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل والي ظاهر وحدت ازادي راډیو ته ویلي چې د جمعې په ورځ د میرزا اولنګ د سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پيل شول.

په کابل کې یو شمېر اعتراضه کوونکو هم حکومت په خپل کار کې په سستوالي او د خلکو د امنیت په خوندیتوب کې په ناغیړۍ تورن کړ:

"اشرف یم موږ له خلکو غواړو چې له موږ سره یو ځای شي نور سکوت ونه کړي هر ورځ قرباني ورکوو، له دولت نه هم څه نه جوړېږي."

"زما نوم زویا ده هره ورځ د هېواد په هر ګوټ کې سلګونه کسان له لاسه ورکوو، همدا اوس جنایت کارانو حتی په سرپل ولایت کې په ښځو هم رحم ونه کړ او د هغوی سرونه یې غوڅ کړل، تر څو به موږ ځوانان له لاسه ورکوو."

معترضانو شعار ور کاوه "تر هغې چې ونه درېږو، نو د افغانستان هر ځنډه او خاوره به د میرزا اولنګ په څير شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ا فغانستان لویې څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د میرزا اولنګ په پېښه کې د بشریت پر وړاندې د یو ستر جنایت نښې لیدل کېږي.

دغې ادارې ویلي چې په دې اړه به هر اړخیزي څېړنې وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG