د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او شنونکي له هنده د امریکا د دفاع وزیر د دې غوښتنې په اړه چې افغانستان ته دې خپل ځواکونه راولېږي بېلابېل نظرونه لري.
یو شمېر وکیلان وايي، دغه غوښتنه به د سیمهییزو حساسیتونو د راپارولو ترڅنګ د افغانستان په چارو کې پاکستان لا ډېر حساس کړي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان کټوازي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که هند او امریکا غواړي چې افغانستان باثباته شي نو افغان ځواکونه دې تجهیز کړي.
ښاغلي کټوازي زیاته کړه:
"دا د افغانستان په ګټه نهده ځکه د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو حساسیتونه به راوپاروي، د افغانستان جګړه به پراخه کړي ښه خبره دا ده چې د افغانستان او هند د ګټو په پام کې نیولو سره امریکا باید زموږ امنیتي ځواکونه تجهیز کړي، په افغانستان کې د هندي ځواکونو موجودیت ته اړتیا نشته."
د امریکا دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ هند ته رسېدلی دی.
د رپوټونو له مخې د جېمز مټېس او هندي چارواکو ترمنځ به د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وشي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښایي ښاغلي مټېس له هندي چارواکو وغواړي چې یو شمېر هندي سرتیري افغانستان ته واستوي.
له دې څخه وړاندې د پاکستان صدراعظم ویلي و چې په افغانستان کې د هند سیاسي او پوځي رول دوی ته د زغم وړ نهدی.
د پاکستان د صدراعظم څرګندونو په افغانستان کې تُند غبرګونونه راوپارول او افغان حکومت دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې مستقیمه مداخله وبلله.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې ممکن د ځینو هندي سرتېرو استول د دغې ستراتیژۍ یوه برخه وي او یا هم امریکا غواړي هندي سرتېري د امریکايي هغو ځای ونیسي.
له ډلې یې طاهر هاشمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"امریکايي چارواکي غواړي چې پاکستان یو ځل بیا د پخواني سیال تر فشار لاندې راشي او مهمه مسئله دا ده چې دوی غواړي په دې برخه کې غبرګونونه وګوري، دغه مسئله بد عواقب هم نهلري ځکه دلته امریکا شته او افغانستان کولای شي له هندي ځواکونو د افغان ځواکونو په روزنې او تجهیز کې استفاده وکړي."
هند ته د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس د سفر په درشل کې تمه ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د چهارشنبې په ورځ نوي ډهلي ته ولاړ شي.
د اجرائیه ریاست ویاند مرستیال امید میثم وایي، هند ته د ښاغلي عبدالله د سفر هدف د سوداګرۍ او پانګونې په یوه کنفرانس کې ګډون دی او د امریکا د دفاع وزیر سره لېدنه او افغانستان ته د هندي سرتېرو استول د دغه سفر په اجنډا کې نهدي شامل.
راپور: محمدحدیث پردېس