د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني وینا د ملي شورا د دواړو خونو او د سیاسي کارپوهانو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، ولسمشر محمد اشرف غني وکړای شول چې د افغانستان د ستونزو او دا چې د تروریستانو پټنځایونه چېرته دي په شجاعت وغږېږي او د افغانانو غږ یې د نړیوالو غوږ ته ورساوه.
د دغه جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي چې د چهارشنبې د ورځې د جرګې مشري یې هم کوله له ولسمشر غني په ملګرو ملتونو کې د ښې وینا له کبله مننه وکړه.
نوموړي وویل:
"جمهور رئیس وکړای شول د افغانستان ستونزې او دا چې د افغانستان د دښمن اصلي ځالې چېرته دي او موږ ورڅخه په تکلیف یو په وضاحت بیان کړې او په دې اړه نړیوالو ته قناعت ورکړی او همدا راز یې د افغانستان د ملت غږ یې نړیوالو ته ورساوه."
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په وخت د چهارشنبې سهار وختي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا پاکستان ته د همکارۍ بلنه ورکړه.
ښاغلي غني له اسلام اباده وغوښتل چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان او سیمې سره همکاري وکړي.
نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ستراتیژۍ څخه په مننې وویل چې د ترورېزم ریښې له افغانستانه دباندې دي او جګړه پر دغه هېواد تحمیل شوې ده او هره ورځ افغان ځواکونه قرباني ورکوي.
خو د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، هغه تمه چې ولس د ولسمشر غني له وینا څخه لرله پوره نهشوه او نوموړي په زغرده د ګاونډیو هېوادونو له مداخلو یادونه ونهکړه.
د دغه جرګې دوهم مرسیال محمد اصف صدیقي وايي، که د پاکستان پر وړاندې له نرم سیاسته کار واخېستل شي دغه هېواد ته به د لابيګرۍ فرصت په لاس ورشي.
صدیقي زیاته کړه:
"د ملت تمه دا وه چې باید د افغانستان ستونزې په دغه غونډه کې په ډېر جدیت او وضاحت بیان شوی وای؛ که داسې شوی وای، دا به د افغانستان په خیر وای او ولس به لا ډېر له دوی څخه ملاتړ کړی وای."
یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ له اعلان وروسته چې پهکې پر پاکستان د جدي فشارونو د راوړلو خبره شوې افغان حکومت هڅه کوي د نرم دریځ پر اساس پاکستان د خبرو لپاره اماده کړي.
Your browser doesn’t support HTML5
د دغه کارپوهانو له ډلې مشتاق رحیم ازادي راډیو ته وویل:
"تر ډېره بریده پورې دوی پڅ دریځ د دې لپاره نیولی چې امریکایان اوس مشخصاً پاکستان ته ګوته نیسي او لامل یې دا دی چې افغانستان غواړي د مذاکرې یو لاره پرانیستې پریږدي، ترڅو د یوې خوا نه فشار راوړل شي او له بلې خوا د خبرو چینل هم خلاص پاتې وي."
د سیاسي چارو یو بل کارپوه بشیر هاتف بیا وايي چې ولسمشر محمد اشرف باید د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلو په اړه اسناد وړاندې کړي وای.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې اوس د دې وخت را رسیدلی څو هغه هېوادونه چې له ترورېزم ملاتړ کوي مسؤل وپېژندل شي خو په داسې حال کې چې افغانستان د ترورېزم قرباني دی ولسمشر په یوه شکل په دې اړه چوپتیا اختیار کړه.
راپور: محمد حدیث پردېس