د افغانستان دفاع وزارت وايي، د استوګنې په سیمو کې د وسلهوالو مخالفینو د پټېدو له امله د هوايي حملو پر مهال د ملکیانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلي لامل وسلهوال مخالفین دي.
ښاغلی وزیري ټینګار کوي چې دفاع وزارت د ملکیانو خوندیتوب ته پام کړی او دا موضوعیې په لومړیتوبونو کې ده.
وزیري وايي:
"د ملکي مرګ ژوبلې اصلي مسؤلیت د وسلهوالو مخالفینو او ترورېستي ډلو په غاړه دی چې د عامو خلکو او د استوګنې په سیمو کې یې ځای نیولی او خلکيې سپر ګرځولي چې خلکو ته مرګ ژوبله واوړي، دفاع وزارت دې ته ژمن دی چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانهوړي او د مرګ ژوبلې کچه صفر ته ښکته شي."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي يا یوناما د يوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په نیمايي کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو کچه ۴۳ سلنه لوړه شوې ده.
په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هوايي حملو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۵ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
له دې وړاندې يوناما ویلي و چې د روان میلادي کال په لومړېو درېیو میاشتو کې د ځانمرګو بریدونو او حملو په پایله کې څه باندې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او څه د پاسه ۱۴۰۰ نور ټپيان شوي دي.
د غوڅ ملاتړ مأموریت تر دې مهاله په افغانستان کې د هوايي حملو له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه څه نهدي ویلي، خو له دې وړاندې یې په دې برخه کې د يو لړ ستونزو په منلو سره د ملکي مرګ ژوبلې په مخنیوي ټینګار کړی و.
خو وسلهوالو طالبانو بیا په تېره کې دغه پړه پر افغان او بهرنیو ځواکونو اچولې او د ځان په تړاو يې دا شان تورونه رد کړي دي.
بلخوا د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، په ځینو مواردو کې نړیوالو ځواکونو ته د ناسمو راپورونو د ورکولو له امله ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د دې جرګې یو تن غړی عبدالستار خواصي یې په اړه وايي:
"که حکومت د دا شان ړندو بمباریو مخه ونهنیسي او هغه ناسم راپورونه چې دوی ورکوي هغه اصلاح نهکړي، نو د خلکو او حکومت ترمنځ به فاصله زیاته او حکومت به يوه داسې حالت سره مخ شي چې مخه بهیې بیا نه امریکایان او نه هم نړیواله ټولنه وشي نیولی."
له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د عامو وګړو د مرګ ژوبلې او د استوګنې د سیمو د نښه کولو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره له ښکېلو لورو غوښتي و چې د منازعاتو پر مهال ټول نړیوال قوانین په جدي توګه مراعات کړي.
راپور: واصل وصال