د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

ملي ارمان: ولې له یوه سوري ځو ځلې چیچل کېږو؟


کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د نورو بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته ډېر مطالب ځانګړي کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د ولسي وګړي د افغانستان د جګړې اصلي قربانیان تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په داسې حال کې چې په دې هېواد کې ورځ تر بلې پر ملکي وګړو د ترورېستانو حملې ډېرېږي، بهرنیو ځواکونو هم په خپله تازه هوايي حمله کې ولسي وګړي په نښه کړل.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي چې د بهرنیو ځواکونو د شنبې د ورځې په هوايي حمله کې چې د هرات په شینډنډ کې تر سره شوه، تر ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي چې زیاتره يې ښځې او ماشومان دي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې بهرنیو عسکرو دا عملیات افغان ځواکونو سره له هماهنګۍ پرته تر سره کړي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د افغانستان د جګړې اصلي قربانیان ملکي وګړي دي چې د جنګ د دواړو اړخونو له خوا وژل کېږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په کابل بانک د تېرې ورځې انتحاري حملې ته اشاره کړې او د ولې له یوه سوري څو ځلې چیچل کېږو؟ تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې تېره ورځ یو وار بیا ترهګرو خپله اصلي څهره وښوده او د کابل د دوهمو مکروریانو په سیمه کې يې د نوی کابل بانک په یوه څانګه انتحاري حمله وکړه چې له امله يې ملکي وګړي ووژل شول.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، دا لومړی وار نه دی چې انتحاري حمله کوونکي کابل بانک په نښه کوي بلکې له دې وړاندې يې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د دې بانک په څانګو حملې وکړې چې بې شمېره خلک يې پکې ووژل.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په داسې حال کې چې څو ځلې دغسې حملې وشوې، خو لا هم حکومت د بانکونو د لازم امنیت په نیولو کې پاتې راغلی دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې که حکومت د بانکونو د امنیت په نیولو نه توانېږي، نو ښه دا ده چې دولتي مامورینو ته په خپلو ادارو کې دننه معاشات ورکړل شي.

ویسا:

ویسا خپلواکه ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې د ولسي وګړو مرک ژوبلې ته اشاره کوي او لیکي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې، څو لوریو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو خون واخیت.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د امام زمان پر جومات د برید پړه داعش ډلې په غاړه واخېسته، چې لسګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، د کابل ښار د پرونۍ انتحاري حملي پړه وسله والو طالبانو ومنله چې ۱۵ تنه ملکي وکړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او په هرات کې بهرنیو ځواکونو هوايي حمله وکړه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۵ تنه ملکي وګړي ووژل.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د جنګ ښکېل دواړه اړخونه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پروا نه لري او یوازې ښه وسلې چلولای شي.

او دولتي ورځپاڼو بیا په دې اړه تبصرې نه دي کړي، خو د نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې مطالب خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG