د افغانستان دفاع وزارت وايي، په روان لمريز کال کې د افغانستان هوايي ځواک تر زرو زيات پوځي عمليات کړي دي.
د دغه وزارت مرستيال وياند ازادي راډيو ته وويل، د هوايي ځواک بېلابېلې پوځي الوتکې د ضروري موادو او پرسونل د انتقال، د مهماتو او اعاشې د رسولو، د پوځي قطعاتو د ملاتړ، د دولت د وسلهوالو مخالفینو د سوق او ادارې د مرکزونو د ځپلو، د ماين جوړونې او مخدره موادو د فابريکو د لهمنځه وړلو په هدف هره شپه تر سلو زيات پروازونه کوي.
د دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش وويل، د دغو هوايي عملياتو او فعاليتونو له کبله افغان ځواکونه توانېدلي د "دښمن" زيات تحرکات وځپي.
د دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش
رادمنش وايي:
"هره شپه تر سلو ډېر ځلې له هوايي لارو خپل وظايف ترسره کوو. سږ کال مو تر زرو زيات هوايي عمليات کړي چې په مرستهيې وتوانېدو د دښمن هغه پلانونه چې د منصوري عملياتو په نامهيې اعلان کړي وو، وځپو. زموږ ځواکونه په ښه قابليت د دښمن په وړاندې مقابله کوي. هوايي ځواک په ټولو پوځي فعاليتونو کې شريک دى. شپني عمليات مو د هوايي ځواک په مرسته کېږي چې وتوانېدو په دې توګه د افغانستان جغرافيه وساتو."
د افغانستان هوايي ځواک د امکاناتو د محدوديت له کبله په هوايي پوځي عملياتو کې له محدوديتونو سره مخامخ دى.
بلخوا د بلک واټر په نوم د امريکا يوې خصوصي نظامي کمپنۍ هڅې پيل کړي چې په هوايي عملياتو کې خپله ونډه پراخه کړي.
د چهارشنبې په ورځ مليټري ټايمز "Military Times" خپرونې راپور ورکړ چې د دې خصوصي کمپنۍ پخواني اجرائيه مشر ايريک پرنس د افغانستان حکومت ته داسې پېشنهاد وړاندې کړى چې وکړاى شي له خپلو خصوصي جنګي او ټرانسپورټي الوتکو او خپلو استخباراتي ظرفيتونو په استفاده په افغانستان کې په هوايي عملياتو کې له افغان قواوو سره مرسته وکړي.
خو د ملیټري ټايمز په حواله، د افغانستان يوه عالي رتبه دفاعي چارواکي ويلي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د قرارداد د دې پلان په اړه له ايريک پرنس سره له کتنې ډډه وکړه.
افغان حکومت ټينګار لري چې د جنګ رهبري بايد د افغان قواوو په لاس کې وي.
د پوځي چارو تحليلګران هم د افغانستان د داخلي قواوو، په ځانګړي ډول د هوايي ځواک فعاليتونه او عمليات مؤثر ګڼي.
جنرال حىګل سلیمانخېل
د امنيتي او پوځي مسايلو شنونکي جنرال حىګل سلیمانخېل ازادي راډيو ته وويل:
"د افغانستان په اکثرو ولايتونو کې سږ کال جنګ ډېر شديد و، هوايي ځواک دغه جنګ مهار کړى. دا د هوايي ځواک قوت، قدرت، کنټرول او تکتيک و چې شپه او ورځيې عمليات پيل کړي دي. د افغانستان په جګړه کې هوايي ځواک يوه ستره اړتيا ده چې بايد تقويه او تجهيز شي."
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو وياند بېل سالوېن تېره اوونۍ له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي وو، په هېواد کې ټول هوايي عمليات د افغان ځواکونو لهخوا پلان، طرحه او ترسره کېږي او د افغانستان هوايي ځواک د لا پياوړتيا په حال کې دى.