د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په مانیلا کې سره وکتل

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې په ناسته کې سره خبرې پيل کړې.

دغه غونډه د فبلیپین په مانیلا کې روانه ده..

مخکې د دوی د لیدنې دقیق وخت نه‌و په ډاګه شوی.

خبریالانو ته یوازې د رکس ټېلرسن او د سرګي لاوروف د روغبړ د تصویر او غږ اخیستو اجازه ورکړل شوې او بیا وروسته رسمي خبرې پيل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په داسې شرایطو کې خبرې پيل کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت سختې خرابې شوې دي.

د اګست په درېیمه ولسمشر ډونالد ټرمپ وروسته له هغې یې چې پر روسیې نوي بندیزونه توشېح کړل په خپل ټویټر اعلان وکړ چې له روسیې سره اړیکې تر بل هر وخت په خطرناکه ډوله سړې شوې دي.

د بندیزونو تر توشېح وروسته د روسیې صدراعظم دمیتري مدودوف دا اقدام د خپل هېواد په وړاندې یوه "پوره تجارتي جګړه" وبلله.

بندیزونه د کانګرس له‌خوا تصویب شول او لومړي سر کې ټرمپ ورسره مخالف هم و.

پر روسیې باندې بندیزونه په اوکراین کې د روسیې د پوځ د مداخلې او د امریکا د تېر کال ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د روسیې د لاسوهنو په خاطر لګول شوي.

بندیزونه په ایرن او شمالي کوریا هم لګېدلي دي.

خو له دې ټولو سره سره د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه په عادي حالت کې پیل شوه.

رکس ټیلرسن ډاډ ورکړی چې له سرګي لاوروف سره په خبرو کې کومه دښمني نه‌لري.

رکس ټېلرسن


هغه دا څرګندونې څو ورځې مخکې وکړې او ویې‌ویل:

"لاوروف هم زما په څېر ژمن دی څو د اړیکو د ښه‌والي لپاره لارې چارې ولټوو"

په مانیلا کې د نننۍ غونډې پر مهال خبریالانو دواړو رکس ټېلرسن او لاوروف ته په خطاب د تازه بندیزونو په اړه وپوښتل خو هغوی یې ځواب ونه‌وایه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي تمه ده رکس ټېلرسن په فیلیپین کې د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو له لوړرتبه چارواکو سره د کوریا ټاپو وزمې په غیر اټمي کولو، سمندري امنیت او له ترورېزم سره پر مبارزې بحث وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړې چې سرګي لاوروف به په مانیلا کې د کوریا ټاپووزمې د غیر اټمي کولو، سوریې او منځني ختیځ په شمول په ځينو مهمو نړیوالو او سیمه‌ییزو موضوع‌ګانو دوه اړخیزې خبرې ولري.

راپور: صفي‌الله ستانکزی