د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

پنس ختیځې اروپا ته د خپل سفر په وروستي پړاو کې مونته‌نګرو ته ورسېد


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ختیځې اروپا ته د خپل سفر په وروستي پړاو کې مونته‎نګرو ته تللی.

دا هېواد چې په دې وروستیو کې په ناټو تړون کې شامل شوی، د امریکا د دې لوړپوړي چارواکي سفر ورته له دې هېواده د متحده ایالاتو د ملاتړ څرګندونه بلل کېږي.

مایک پنس ته د مونته‎نګرو په پلازمېنه پودګوریتسا ته په رسېدو صدراعظم میلو جوکانووېچ هرکلی ووایه.

نوموړی وروسته په ماښامنۍ کې د مونته‎نګرو د ولسمشر فیلیپ وو یانویچ او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګډون وکړ.

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه به د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس دغلته د ادریاتیک چارټر په نوم د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې د البانیا، صربیا، کوزوو، کرواسي، مقدونیه، بوسني او هرزګوېن او د سلوانیا مشران برخه اخلي.

مایک پنس تر دې مخکې په ګُرجستان کې و.

نوموړی دغلته پرون له تبلیسي بهر د هغو ځواکونو لیدنه وکړه چې په ګډو پوځي تمرینونو کې برخه لري.

د دې لیدنې پر مهال چې د ګُرجستان ولسمشر ګئورګي کویریکاشویلي یې ملتیا کوله د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس وویل:

"ډېر وخت وشو چې ګُرجستان د ناټو له‎خوا له هغه ټاکل شوي هدف چې د خپل کورني ناخالص عاید په سلو کې دوه برخه دې په دفاعي چارو ولګوي ډېره پورته تللی. ستاسو ژمنې د ناټو د یو شمېر هغو غړو لپاره یوه بېلګه ده چې زموږ په جمعي دفاع کې یې خپلې ژمنې لا نه‎دي عملي کړي."

په دې مهال د ګُرجستان ولسمشر ګئورګي کویریکاشویلي ټینګار وکړ چې روسي ځواکونه په جنوبي اوستیا او ابخازیا کې د اشغالګرو ځواکونو په توګه ځای پر ځای شوي او د بېلتون غوښتونکو مشرانو ملاتړ کوي.

ښاغلي پنس د همدې سفر په لړ کې د استونیا پایتخت تالین کې وویل:

"روسیه غواړي په زور سره نړیوالې پولې له سره ترسیم کړي، د خپلواکو هېوادونو ډموکراسي تر اغېز لاندې راولي او د اروپا ازاد هېوادونه په یو بل پسې پاڅوي."

نوموړي وویل، امریکا د زور د استعمال هره هڅه، ګواښ، د بالتیک هېوادونو په چارو کې ناوړه لاسوهنه او زموږ د تړون د هر یوه غړي په چارو کې مداخله نه‌مني.

د استونیا د بهرنیو چارو وزیر د ازادي راډیو کرنټ ټایم ټلوېزیوني خپرونې ته وویل، بالتیک سیمې ته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس دا سفر یوه مهمه پېښه ده.

XS
SM
MD
LG