د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

​​مایک پنس: روسیه غواړي په زور سره نړیوالې پولې له سره ترسیم کړي


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له بالتیک هېوادونو سره د امریکا په ملاتړ ټینګار وکړ او روسیه‌يې تورنه کړه چې د پنس په وینا ډموکراسي تر اغېز لاندې راولي او نړیوالې پولې له سره ترسیموي.

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس د دوشنبې په ورځ په ختیځه اروپا کې د واشنګټن له متحدو بالتیک هېوادونو څخه خپله لومړنۍ درې ورځنۍ کتنه پیل کړه.

ښاغلي پنس د استونیا پایتخت تالین ته په رسېدو وویل، موږ د استونیا، لاتویا او لېتوانیا له ولسونو سره ولاړ یوو.

د امریکا مرستیال ولسمشر په تالین کې د دې درې واړو بالتیک هېوادونو له ولسمشرانو سره وکتل.

استونیا، لاتویا او لېتوانیا چې اوس د ناټو تړون غړي دي د پخواني شوروي اتحاد تر واک لاندې وو.

د بالتیک سیمې دا درې واړه هېوادونه د ګُرجستان او مونته‎نګرو په څېر په سیمه کې د روسيې له وروستیو تحرکاتو اندېښنه لري.

مایک پنس په خپلو خبرو کې وویل، روسیه غواړي په زور سره نړیوالې پولې له سره ترسیم کړي، د خپلواکو هېوادونو ډموکراسي تر اغېز لاندې راولي او د اروپا ازاد هېوادونه په یو بل پسې پاڅوي.

نوموړي وویل، امریکا د زور د استعمال هره هڅه، ګواښ، د بالتیک هېوادونو په چارو کې ناوړه لاسوهنه او زموږ د تړون د هر یوه غړي په چارو کې مداخله نه‌مني.

د استونیا د بهرنیو چارو وزیر د ازادي راډیو کرنټ ټایم ټلوېزیوني خپرونې ته وویل، بالتیک سیمې ته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس دا سفر یوه مهمه پېښه ده.

د بالتیک هېوادونو د سفر په وروستي تم‌ځای مونته‌نګرو کې به مایک پنس په ناټو تړون کې د دې هېواد د غړیتوب هرکلی وکړي.

اډریاټیک چارټر
اډریاټیک چارټر

ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر سبا چهارشنبه د مونته‌نګرو په پایتخت کې د اډریاټیک چارټر په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

په دې سرمشریزه کې د البانیا، بوسنیا هرزګوېنا، کرواسي، کوسوو، مقدونیا، سربیا او سلوانیا مشران ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG