د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

ټرمپ پر ایران، روسیې او شمالي کوریا د نویو بندیزونو لایحه توشیح کړه


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران، روسیې او شمالي کوریا د نویو بندیزونو لایحه توشېح کړه، خو ویې‌ویل چې دا لایحه ستونزمنه ده او له دې کبله نه‎شي کولای چې بشپړه‌یې پلي کړي.

اټکل کېده چې د دې لایحې تر توشېح وروسته باید د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او هغو کسانو چې له دې ډلې سره اړیکې لري، بندیزونه ولګول شي، خو تر اوسه په دې برخه کې جزئیات نه‎دي خپاره شوي.

همداراز تمه وه چې پر هغو کسانو بندیز ولګول شي چې د ایران د توغندیو په پروګرام کې ونډه لري یا تجارتي راکړه ورکړه له دې پروګرام سره لري.

د بندیزونو تر څنګ داسې ویل کېدل چې د ایران پر سپاه پاسدران ډلې به د وسلې د خرڅلاو مخه نیول کېږي.

پر شمالي کوریا هم د لیرې واټن د توغندیو د ازموینې لپاره بندیزونه لګول شوي دي.

پیونګ یانګ په وروستیو کې وویل چې د لیرې واټن توغندی یې ازمویلی دی چې د اټمي سروکې د انتقالولو وس لري او حتی د امریکا تر خاورې رسېږي.

پر درېیو هېوادونو د بندیزونو دا لایحه د جولای په میاشت کې د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې اکثریت تائید کړه او ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ توشېح کړه.

ټرمپ د دې لایحې په اړه په یوه بیان کې ویلي دي چې د ده اداره به هغه څه ته لومړیتوب ورکړي چې کانګرس پاملرنه ورته کړې ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر دا خبره هم کړې ده چې دا نوې لایحه‌یې د هېواد د ملي وحدت د لا ټینګېښت په هدف لاسلیک کړې ده.

ولسمشر ټرمپ هیله وښوده چې د نړۍ په لویو موضوعاتو کې د امریکا او روسیې ترمنځ همغږي رامنځته شي تر څو بندیزونو ته اړتیا پیدا نه‎شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا "Vasily Nebenzya" نویو بندیزونو ته په اشارې وویل چې داسې هڅې د روسیې مخ له خپلې تګلارې نه‌شي اړولی.

ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا
ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا

​دی وايي:

"دا اقدام زموږ اړیکې ستونزمنوي، خو بیا هم موږ اوسنیو شرایطو ته په پام سره هڅې کوو او هیله لرو چې یوه ورځ به نتیجه ورکړي. خو کومو کسانو چې دا لایحه چمتو کړې ده، که هغوی فکر کوي چې له دې سره به زموږ پالېسي بدله شي، ناسم فکر کوي، ځکه چې تاریخ دا ثابته کړې ده."

پر مسکو د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې د دې لپاره بندیزونه ولګول شول چې روسیې د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه، پر اوکراین تور پورې شو چې د اوکراین په ختیځ کې یې له بېلتون غوښتونکو سره مرسته کړې او د امریکا د تېر کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د انټرنټ له لارې مداخله کړې ده.

اوس ولسمشر ټرمپ موافقه وکړه چې پر روسیې نور بندیزونه ولګول شي.

XS
SM
MD
LG