د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

ټرمپ او ابې د شمالي کوریا د ميزايلو ممنوع پروګرام لوی تهديد وباله


سپينه ماڼۍ وايي، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د جاپان صدراعظم شينزو ابې د شمالي کوریا د ميزايلو ممنوع پروګرام لوی تهديد وباله.

  • امریکا او جاپان څه وړانديزونه لري چې له نورو توغندیو جوړولو څخه د شمالي کوریا مخه ونيسي؟

د امریکا ولسمشر او د جاپان صدراعظم د يکشنبې په ورځ د شمالي کوریا پر وړاندې د اقتصادي بنديزونو او ډیپلوماتيکو فشارونو د زیاتولو ژمنه وکړه.

په دې وروستیو کې شمالي کوریا د انټرکانټیننټل بالسټیک توغندیو تجربه وکړه.

ټرمپ او ابې موافق و چې شمالي کوريا-امريکا، جاپان، جنوبي کوریا او نورو نېږدې هېوادونو ته مستقيم تهديد جوړوي.

دا خبره سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې وکړه.

اعلاميه زیاتوي چې ولسمشر ټرمپ او صدراعظم ابې په دې باور دي چې د اقتصادي بنديزونو او ډیپلوماتيکو فشارونو تر څنګ باید له نورو هېوادونو هم وغوښتل شي چې له شمالي کوریا سره ورته چلند وکړي.

ابې ويلي چې ده ټرمپ ته وويل، جاپان به د دفاعي وړتياوو زیاتولو لپاره مشخص ګامونه پورته کوي.

ده ويلي چې ټرمپ ژمنه وکړه چې امریکا به د جاپان د خونديتوب لپاره له هېڅ ډول هڅو ځان نه‌سپموي.

  • له نورو هېوادونو څخه د ابې څه هدف دی؟

شینزو ابې ويلي چې د روسیې او چين په ګډون نړيواله ټولنه باید دا خبره جدي واخلي او پر شمالي کوریا خپل فشارونه زيات کړي.

د يکشنبې په ورځ ملګرو ملتونو ته د امریکا سفيرې وويل چې د شمالي کوریا د ميزايلو د تجربې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې راغوښتل بې‌معنی ده تر هغه وخته چې دا غونډه عملي نتايج ونه‎لري.

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيره نیکي هيلي
ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيره نیکي هيلي

نيکي هیلي ويلي چې د شورا له‌خوا کمزوري قوانين به نور هم وضعيت خراب کړي ځکه شمالي کوریا په دوامداره توګه د ملګرو ملتونو د هغو بنديزونو څخه سرغړونه کړې ده چې پر بالسټیک او د اټمي توغندیو پر پروګرام‌یې لګولي دي.

هیلي همداراز د شمالي کوریا پر مهم متحد هېواد چين هم فشار زیات کړ او ويې‌ویل چې دغه هېواد باید پرېکړه وکړي چې ايا مهم ګامونه پورته کولو ته تيار دي که نه؟ ځکه د خبرو وخت تېر شوی دی.

د يادولو وړ ده چې شمالي کوریا د تېرې جمعې په ورځ د بالسټیک توغندیو تجربه وکړه او ويې‌ويل چې دا توغندي اوس تر امريکا پورې ويشتل کولای شي.

XS
SM
MD
LG