د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د شمالي کوریا د نوي راکټي ازموینې په اړه د امریکا او جاپان غبرګون


په امریکا او جاپان کې چارواکو تائید کړه چې شمالي کوریا پرون جمعه بیا بالسټیک مزایل توغولی او ازمویلی دی.

داسې ګڼل کېږي چې د شمالي کوریا د حکومت دا حرکت به د سیمې نازک حالت، لا زیات پېچلی کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جیف ډېوېس پرون تائید کړه چې د شمالي کوریا حکومت یووار بیا ، بالسټیک راکټ، د ازموینې لپاره توغولی دی.

د جېف ډېوېس پرون وویل:

"زه تائیدولائ شم چې شمالي کوریا بالسټیک توغندی توغولی، خو موږ د وضعیت څېړنه کوو او په نېږدې وخت کې به نور معلومات وړاندې کړو."

د جاپان صدراعظم شېنزو ابې پرون د دې ازموینې د خبر تر خپرېدو وروسته وویل چې له خپلې کابینې سره په دې اړه بېړنۍ غونډه کوي.

یوشی هايدشوګا چې د جاپان د دولت وزیر دی او د کابینې د دارالانشا مشري کوي، پرون په توکیو کې خبریالانو ته وویل:

"د الوتکو او بیړیو د امنیت لپاره دا کار ډېر خطرناک او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیک څرګند تېری دی، موږ بیا، بیا د شمالي کوریا داسې تحریک امېزه کارنه شو منلائ، موږ د شمالي کوریا پرضد شکایت کړی او د هغوی دا کار موږ په شدت غندلی دی."

د کوریا په ټاپووزمه کې د شمالي کوریا تر وروستۍ ازموینې مخکې هم حالت نازک و.

د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا حکومتونو د شمالي کوریا مخکنۍ، راکټي ازموینې هم غندلې دي.

د شمالي کوریا د اټمي او بالسټیک مزاییلو پر ازموینو د ملګرو ملتونو سازمان بندیز لګولی خوشمالي کوریا دې ازموینو ته دوام ورکړی او وايي چې د امریکا له لوري د هر ډول تشدد د مخنوي لپاره يې خپل امنیت ته ضروري ګڼي.

د امریکا د اردو لوي درستیز، جنرال مارک مېلر د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د داسې مزايل د توغو لو لپاره چې د امریکا د خاورې ته ور ورسېږي، د شمالي کوریا هڅې تر مخکنیو اټکلونو ډېرې چټکې او پرمختللې دي.

جنرال مېلر وویل چې د شمالي کوریا د وسلو د پروګرام له امله د ممکن بحران د ډپپلوماټیک حل د موندلو وخت پای ته درسېدلو په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس د سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ پر ایران، روسیه او شمالي کوریا د سختو بندیزونو لایحه تصویب او د توشیح لپاره سپینې ماڼې ته واستوله.

دا د شمالي کوریا د حکومت له لوري، د انټرکانټینینټل یا له یوې لويې وچې تر بلې لويې وچې د رسېدونکو توغندیو دوهمه ازموینه ده.

شمالي کوریا د جولاي په څلرمه نېټه هم د ازموینې لپاره، انترکانتینینتل مزایل توغولی و.

XS
SM
MD
LG