د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

پر روسیې د نويو بندیزونو په اړه د امریکا د کانګرس توافق


د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو مشرانو ویلي، یوه داسې توافق ته رسېدلي چې د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو د لایحې اجرا کېدو ته لار هواروي او هم د دغو بندیزونو په کمولو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ صلاحیت کمولی شي.

دا لایحه په نېږدې ټول اکثریت سره د جولای پر ۲۵مه د امریکا د ولسي جرګې له‎خوا تصویب شوه او بیا یې د سنا مجلس ته واستوله.

په سنا مجلس کې دا لایحه د هغو غړو له‎خوا له مقاومت سره مخامخ شوه چې هغوی د سنا مجلس په اصلي لایحه کې د شمالي کوریا د بندیزونو د ضمیمه کېدو مخالف وو.

د سنا په لایحه کې یوازې پر روسیې او ایران تمرکز شوی و.

باب کورکر
باب کورکر

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کورکر «Bob Corker» د کانګرس له مشرانو سره تر یوې ورځې بحثونو وروسته ویلي:

"زه په‎دې اعلان خوښ یم چې موږ یوې موافقې ته ورسېدو چې کولای شو د بندیزونو دغه مصوبه ولسمشر ته واستوو."

د ورځې په اوږدو کې د شمالي کوریا په وړاندې د بندیزونو سره د مقاومت مسئلې لومړی د دې لایحې د برخلیک په اړه شکونه راپورته کړل، خو پرون د ورځې په وروستیو کې باب کورکر وایي چې ده خپل مخالفت بېرته واخیست.

که چېرې دا لایحه توشېح شي نو هغه بندیزونه چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې پر مهال پر روسیې لګېدلي وو، په قانون بدلېږي.

په‎دې لایحه کې یوه داسې ماده هم شته چې که سپینه ماڼۍ وغواړي د روسیې پر وړاندې هر ډول بندیزونه کم کړي، نو پرېکړه به‌یې د کانګرس تائید ته اړتیا ولري.

سره له‎دې چې سپینه ماڼۍ په‎دې مقرره کې بدلون غواړي، خو لا تر اوسه‌یې نه‎دي ویلي چې ګواکې سپینه ماڼۍ به دا لایحه ویټو کړي.

سپینې ماڼۍ په ټوله کې ویلي چې د روسیې، شمالي کوریا او ایران پر وړاندې د سختو بندیزونو پلوي کوي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف پرون انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي و چې دا لایحه په سیاسي او ډیپلوماتیکو چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې پیدا کولای شي.

د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمیتري پېسکوف
د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمیتري پېسکوف

بل‎خوا د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمیتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي و:

"د دې لایحې په اړه چلند به د یوه بشپړ تحلیل پر اساس جوړېږي او دا پرېکړه چې هغې ته به څه ډول غبرګون ښودل کېږي، یقیناً د هېواد د مشر ولادیمیر پوتین له‎خوا کېږي."

دغه‌راز د ایران ولسمشر هم د سې شنبې په ورځ دې تصمیم ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له موادو څخه سرغړونه ده.

نوموړي ویلي:

"که دښمن د تړون له څو برخو سرغړونه کوي، موږ به‌یې څو برخې له پامه وغورځوو. که دوی د ټول تړون څخه سرغړونه کوي، موږ به هم ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړو."

په کانګرس کې د دواړو مجلسونو له‎خوا د دغې لایحې پراخ ملاتړ پر ولسمشر ډونالد ټرمپ فشار راوړي چې دا لایحه توشېح کړي.

د ولسمشر ټرمپ اداره د هغو ادعاوو له کبله چې ګواکې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې د ټرمپ په ګټه لاسوهنه کړې ده، تر فشار لاندې دی.

XS
SM
MD
LG