د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د حجاب په اړه ایرانۍ تبلیغ کوونکې د بې حجابۍ په اړه تر انتقادونو لاندې راغلې


په ایران کې پېژندل شوې نطاقه، ازاده نامداري له دې امله له انتقادونو سره مخامخ شوې چې یوشمېر عکسونه یې پر انټرنټ خپاره شوي او څرګندوي چې هغې په عام محضر کې ،"اسلامي" حجاب نه دی مراعت کړی.

ازاده نامداري له ډېرو کلونو راهیسې د ایران پر دولتي ټلوېزیون په خپرونو کې ښځو ته د"اسلامي" حجاب داهمیت او فضیلت په اړه تبلیغ کاوه او خپله هم د ښځو لپاره د "کلک" اسلامي حجاب له پلویانو ګڼل کېده.

مثلاً، هغې په یوه مرکه کې چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې خپره شوه، ویلي و چې د پوړني پر سرکول ویاړ ګڼي.

هغې ویلي و چې له پوړني سره د امنیت او درناوي احساس کوي.

د ایران یو شمېر ښځې، داسې تور پوړنی پر سرکوي چې له سره تر پایه، ټول بدن يې پوښلې وي.

دا ځانګړی پوړنی پراخه لمن لري او په ایران کې "چادر" ورته ویل کېږي.

ازاده نامداري په مرکه کې ویلي وچې په "چادر" کې ځان لا ښاېسته احساسوي.

هغې په وروستیو کې د سویس، ژنیو ښار ته د خپل سفر یو عکس چې هلته د ملګرو ملتونو د سازمان د دفتر مخکې اخیستل شوی و، پر انسټرګرام له خپلو پلویانو سره شریک کړ.

په دې عکس کې ليدل کېږي چې میرمن نامداري، تور پوړنی «چادر» پر سر کړی دی.

​خو ځیني نور عکسونه چې د مېرمن نامداري له همدې سفره پر انسټګرام او نورو سایټونو خپاره شوي څرګندوي چې هغې په عام محضر کې پوړنی نه دی پر سر کړی او "جمپ سوټ" یې اغوستی دی.

جمپ سوټ هغې جامې ته ویل کېږي چې کمیس او پطلون سره نښتي یا سره بخۍ شوي وي.

پر دې عکسونو د زیاتو خلکو انتقاد دا و چې ازاده نامداري حق نه لري چې خلک هغه کار ته وهڅوي او تبلیغ یې وکړي چې خپله باور نه ورباندې لري او پر ځان يې نه عملي کوي.

زیاتو کسانو چې پر ازاده نامداري یې انتقادونه کړي، ویلي چې هغې خلکو ته دروغ ویلي دي.

خو ازاده نامداري د انتقادونو په ځواب کې ویلي چې هغه د خپلې کورنۍ د غړو په منځ کې وه او پوړنی یې د یوې شېبې لپاره، له سره لرې شوی و.

یوه ایراني وګړي لیکلي:

"ازاده نامداري د ایران د اسلامي رژیم د واکمنانو د حقیقت سمبول دی ځکه هغوی دامریکا ضد شعارونه ورکوي خو خپل بچیان د زده کړو لپاره امریکا ته استوي."

د ازادي راډیو د خبرونو مرکز لیکي چې له نوولس سوه اووه نوي میلادي کال راهیسې چې په ایران کې اسلامي انقلاب بریالی او اسلامي رژیم واکمن شوی، پرښځو ټولنیز فشارونه او محدودیتونه زیات شوي دي.

په ایران کې ښځې مجبورې دي چې په هغه هېواد کې د "اسلامي" حجاب په اړه د شدیدو قوانینو درناوی وکړي.

د ایران دولتي ټلوېزیون په هغه هېواد کې د حجاب په اړه د رژیم د تبلیغ یوه اساسي وسیله ده چې ازاده نامداري یې پېژندل شوې څېره وه.

ازاده نامداري وروسته د ایران سینما ته ولاړه او په فلمونو کې ېې هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG