د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ټرمپ: چین د واشنګټن او شمالي کوریا د لانجې له حل‎ سره مرسته نه‎ده کړې


د امریکا ولسمشر چین تورن کړ چې د واشنګټن او شمالي کوریا د لانجې د حل‎لپاره يې هېڅ مرسته نه‎ده کړې او دا وضعیت باید دوام ونه‎کړي.

ډونالد ټرمپ خپلې دغه څرګندونې پرون د ټویټر په یوه پیغام کې وروسته له‎دې وکړې چې شمالي کوریا د جمعې په ورځ داسې یو توغندۍ وازمایه چې له یوې لويې وچې بلې ته مزل کولی شي او ويې ویل چې دغه توغندۍ د اټمي امکاناتو سره امریکا په نښه کولی شي.

د امریکا د ولسمشر له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د امریکا هوايي ځواکونو نن وویل چې دوه B-1Bبمبارد کوونکو الوتکو يې د شمالي کوریا د توغندي د ازمیښت په ځواب کې د کوریا د ټاپو وزمې له‎پاسه الوتې دي.

د جنوبي کوریا او جاپان الوتکو هم دغه امریکايي الوتکۍ بدرګه کړي دي، ۱۷ ساعته يې د کوریا د ټاپو وزمې له‎پاسه تمرینات کړي دي.

د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې د امریکا په پخوانیو حکومتونو هم انتقاد وکړ چې ولې يې چین ته د میلیاردو ډالرو د سوداګري اجازه ورکړې؟ سره له‎دې چې چین د شمالي کوریا د لانجې په حل کې مرسته نه‎ده کړې.

تېر کال د امریکا او چین ترمنځ سوداګري کسر ۳۰۹ میلیارډه ډالر وو.

ډونالد ټرمپ او د نړۍ نورو مشرانو څو ځلي په چین غږ کړی دی چې د شمالي کوریا د اټمي او بالسټیکي توغندیو د پروګرامونوله کبله په دغه هېواد باندې فشار روالي.

ملګرو ملتونو هم دغه پروګرامونو منع کړي دي.

چین د شمالی کوریا مهم ملاتړی هېواد دی او پخوانۍ اړیکې ورسره پالي.

دغه راز چین د شمالي کوریا تر ټولو لوی تجارتي شریک او د خوراکي موادو او انرژي منبع ګڼل کېږي.

د چین بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوی هم د شمالي کوریا د ازمیښتونو ځکه مخالفت کوي چې د ملګرو ملتونو د پریکړو او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو خلاف کار دی.

په عین وخت کې چین هیله څرګنده کړې چې تول اړخونه له احتیاطه کار واخلي، د کړکېچ د زیاتېدو مخنیوی او د سیمه‎ییزې سولې او ثبات ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG