د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

روسیه وايي پر دې هېواد د امریکا بندیزونه د تجارتي جګړې اعلان دی


د روسیې صدراعظم د امریکا د بندیزونو د مصوبې پر توشېح سخت انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې دا کار د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو هره هیله له‌منځه وړي.

دمیتري مدودف څرګنده کړه چې پر روسیه د امریکا د بندیزونو توشېح د روسيې پر ضد د تجارتي جګرې اعلان دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، پرون چهارشنبه پر روسیه د بندیزونو مصوبه چې کانګرس وراستولې وه، توشېح کړه.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پر روسیې د بندیزونو مصوبه نیمګړې وبلله او د توشېح پر مهال‌يې اشاره وکړه چې ښايي په بشپړ ډول عملي نه‌شي.

ډونالد ټرمپ د مصوبې په پای کې د لاسلیک تر څنګ ولیکل چې سترې نیمګړتیاوې لري او د ادارې توان محدودوي چې د امریکا له بهرنیو رقیبانو سره معاملې وکړي.

د امریکا د کانګرس دواړو خونو پر روسیې، ایران او شمالي کوریا د بندیزونو لایحه تصویب او د توشېح لپاره سپینې ماڼۍ ته واستوله.

ډونالد ټرمپ د مصوبې د لاسلیک پر مهال وویل چې دا کار د ملي وحدت د ساتلو لپاره کوي.

د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف.
د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف.


د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف نن پر فېس‌بوک ولیکل:

"دا هیله نور نه‌شته چې د امریکا د نوې ادارې او زموږ روابط به ښه شي."

هغه زیاته کړې چې د ټرمپ ادارې، په ډېرې کمزورۍ خپل اجرائیوي صلاحیت کانګرس ته تسلیم کړ.

د روسیې صدراعظم لیکلي:

"د امریکا نظام پر ټرمپ بریالی شو، ولسمشر ټرمپ له نویو بندیزونو سره موافق نه‌و، خو مجبور شو چې توشېح‌يې کړي. موږ به د خپلو اقتصادي او ټولنیزو چارو د پرمختګ لپاره په کرارۍ کار کوو، تېرو کلونو موږ ته رازده‌کړل چې څرنګه دا کار وکړو."

د روسیې صدراعظم زیاته کړه چې د امریکا بندیزونه به د واشنګټن او مسکو پر اړیکو داسې اغېز وکړي چې اصلاح یا سمول به‌یې امکان نه‌لري.

خو روسیه لا پیاوړې کوي ځکه د هغه په وینا، مسکو مجبوروي چې خپلو مالونو ته نوي مارکېټونه او صنعتي بازارونه پیدا کړي.

امریکا پر روسیه نوي بندیزونه د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د لاسوهنې د ادعاګانو، په اوکراین کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ او له اوکراینه په زوره د کریمیا د جلا کولو له امله لګولي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا بندیزونه خطرناک بللي او ویلي یې دي چې غبرګون څرګندول خپل حق ګڼي.

د یادونې وړ ده چې د روسیې حکومت تېره اوونۍ، له واشنګټنه غوښتنه وکړه چې په روسیه کې د خپل ډیپلوماتیک مأموریت ۷۵۵ تنه مأمورین کم کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز خبر ورکړی چې سرګي لاوروف به د شنبې او یکشنبې په ورځو د اسیايي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټېلرسن سره چې لا هم د مسکو او واشنګټن د همکارۍ لارې لټوي، وګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې رکس ټېلرسن پر روسیه د بندیزونو د توشېح کېدو له امله خوښ نه‌دی.

XS
SM
MD
LG