د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له روسیې څخه د ۷۵۵ امریکايي ډیپلوماتانو د وتلو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې له واشنګټن سره اړیکې ښايي د اوږدې مودې لپاره ترینګلې پاتې شي.
روسیې له دې مخکې له واشنګټن څخه غوښتي و چې د خپلو ډيپلوماتانو شمېر ۴۵۵ ته راکم کړي.
پوتین پرون په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې د امریکا ۷۵۵ ډیپلوماتان باید په روسیه کې خپل کار بند کړي او زیاتهیې کړه چې د مسکو او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو لپاره داسې ژر تمه نهشي کېدای.
پوتین وویل، موږ په دې تمه چې په وضعیت کې به ښهوالی راشي، ډېر صبر وکړ او زیاتهیې کړه، داسې ښکاري چې حتی ډېر ژر به هم په وضعیت کې بدلون رانهشي.
د امریکا سنا د پنجشنبې په ورځ د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د اعاوو او پر اوکراین د یرغل له کبله پر دې هېواد د اوسنیو او په سوریه کې د لاسوهنو په خاطر د نويو بندیزونو لایحه په ۹۸ موافقو او دوو مخالفو رأیو تصویب کړه.
لایحه همداراز ولسمشر ټرمپ په دې مکلف بولي چې د بندیزونو د لیرې کولو یا کمولو په صورت کې باید د کانګرس موافقه ترلاسه کړي.
دا لایحه د توشېح لپاره سپینې ماڼۍ ته استول شوې او ولسمشر ډونالد ټرمپ چې له روسیې سره د اړیکو ښه کولیې د انتخاباتي کمپاین له مهمو شعارونو څخه و، باید هغه توشېح کړي.
روسي چارواکو د جمعې په ورځ له متحده ایالاتو وغوښتل چې په مسکو کې د خپلو ډیپلوماتانو شمېر د سپټمبر تر لومړۍ نېټې ۴۵۵ کسانو ته چې امریکا کې د روسیې د سفارت او د قونسلګریو د کارکوونکو شمېر دی، راکم کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې همداراز وویل چې د اګسټ د میاشتې له لومړۍ نېټې د امریکا سفارت نور نو نهشي کولای په مسکو کې له ځانګړو کورونو او له ګُدامونو څخه کار واخلي.
په بیان کې یادونه شوې وه چې د امریکا په سنا کې پر روسیې د بندیزونو د لایحې تصویب په نړیوالو مسایلو کې د امریکا افراطي تهاجمي پالېسي ثابته کړه.