د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

کورت ولکر: واشنګټن د اوکراین حکومت ته د وسلو پر استولو غور کوي


د اوکراین په ختیځ کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی کورت ولکر وايي، واشنګټن د اوکراین حکومت ته د وسلو پر استولو غور کوي.

د نوموړي په وینا دا وسلې به د دې لپاره وي څو اوکرایني ځواکونه وکولای شي د دې هېواد په ختیځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو په وړاندې دفاع وکړي چې روسیه‌یې ملاتړ کوي.

کورت ولکر د سې شنبې په ورځ د ازادي راډیو د کرنټ ټایم خپرونې سره د مرکې پر مهال د اوکراین په ختیځ کې له اوربنده سرغړاویو ته په اشارې وویل:

"هره شپه موږ له اوربنده یو نیم زر او یا تر دې هم زیاتې سرغړونې ګورو. نو دا ډېره توده شخړه ده او په ډېره زیاته بیه تمامېږي."

کورت ولکر
کورت ولکر

کورت ولکر وايي، اوکراین ته د دفاعي وسلې تدارک به کيف ته د دې اجازه ورکړي چې که روسیه د دې هېواد د خاورې پر ضد نور اقدامات وکړي نو له ځانه به دفاع وکړای شي.

د کورت ولکر په وینا روسیه وايي چې داسې څه به ونه‎کړي، نو که داسې وي اوکراین ته د امریکا له‎خوا د وسلو ورکول د هېڅ‌چا لپاره خطر نه‌رامنځته کوي.

ولکر زیاتوي چې له همدې کبله ګومان نه‎کوي چې اوکراین ته د امریکا له‎خوا د دفاعي وسلو ورکړه به روسیه وپاروي.

ښاغلي ولکر د ازادي راډیو له کرنټ ټایم خپرونې سره مرکه کې د اوکراین پر ضد د مسکو تبلیغاتو ته په اشاره وویل:

"اړتیا ده چې موږ د معلوماتو کمپاین پراخ کړو. دا به د پروپاګند پر ضد مبارزه وي، څو روښانه کړو چې د اوکراین او دنباس خلک کړاو ګالي. دوی نور د اوکراین له خدمتونو پرې شوې دي. له کیف څخه دوی د هغو وسله‎والو ډلو له‎خوا چې روسیه‌یې مشري کوي محاصره شوي. دا هغه څه دي چې زه فکر کوم موږ یې باید د ورځپاڼو لومړیو پاڼو ته راوړو. دا یوه واقعي ستونزه ده."

د کورت ولکر په وینا په کار ده چې واشنګټن او نور متحدان‌یې د هغه څه په وړاندې چې نوموړي "د مسکو تبلیغات" وبلل معلوماتي کمپاین پراخ کړي.

کورت ولکر وايي، د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د ختمولو لپاره په کار ده چې دغلته ټول لوري یو داسې توافق ته ورسېږي چې په دوو اساساتو ولاړ وي، د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او د دې هېواد د ټولو خلکو د امنیت ساتل او دا چې روسیه د اوکراین له مسئلې سره خپل چلند بدل کړي.

XS
SM
MD
LG