د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې لهخوا د بندیزونو د یوې لایحې تر تصویب وروسته ایران تُند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې که دا بندیزونه بشپړ تصویب شي ایرانیې ځواب وايي.
د امریکا متحده ایالاتو استازو جرګې د سې شنبې په ورځ د بندیزونو نوې لایحه په ۴۱۹ موافقو رأیو سره د ۳ مخالفو رأیو په مقابل کې پاس کړه او اوس به سنا جرګه پرې رأیه ورکوي.
د بندیزونو په نوې لایحه کې هغه کسان چې د ایران د میزایلو له پروګرام سره اړیکې لري او یا ورسره کاروبار کوي له سختو بندیزونو سره مخ کېږي.
په دې اقدام سره د امریکا متحده ایالات دا هم غواړي چې د ایران سپاه پاسداران ډله د یوه ترورېستي سازمان په توګه وپېژني او هم په ایران د وسلو معاملې بندې کړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، که د امریکا متحده ایالات د دغه هېواد په وړاندې د بندیزونو نوې لایحه تصویب کړي ایران بهیې ځواب ووايي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د کابینې په یوه غونډه کې چې د دولتي ټلوېزیون له لارې خپرېده په دې اړه وویل:
"د «امریکا» د کانګرس د نوي حرکت په وړاندې به د ایران اسلامي جمهوریت حتماً عکسالعمل ښکاره کړي. په اول قدم کې به د اسلامي شورا مجلس ګام پورته کړي. که هغوی کانګرس لري موږ هم د اسلامي شورا مجلس لرو."
ایراني چارواکي وايي، د بندیزونو نوې لایحه د ایران او پنځه جمع یو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون تر پښو لاندې کوي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي وايي، د بندیزونو نوې لایحه به د ایران او پنځه جمع یو قدرتونو اټمي تړون بشپړ تطبیق اغېزمن کړي او د ایران ګټې به ترې کمې کړي.
په ایران او روسیې د بندیزونو نوې لایحه د سنا جرګې تر تصویب وروسته چې تمهیې هم کېږي د ولسمشر ډونالد ټرمپ توشېح ته ضرورت لري.
روسي مقاماتو هم د کانګرس د استازو جرګې لهخوا د بندیزونو د لایحې په تصویبېدو انتقاد کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف ویلي، د استازو جرګې لهخوا د بندیزونو لایحې ته رأیه ورکول د اړیکو د عادي کولو د عناصرو د لهمنځه وړلو په هدف اقدام و.
خو ولسمشر ټرمپ وار له مخه د دې قانوني لایحې په اړه مخالفت ښودلی دی.
ټرمپ ویلي، دا بندیزونه به له روسیې سره د بندیزونو د راتلونکې پالېسۍ او پوهاوي په برخه کې دی محدود کړي.
د ټرمپ د ادارې یوې ویاندې سارا سندرز ویلي ولسمشر که څه هم په شمالي کوریا، روسیې او ایران له بندیزونو ملاتړ کوي، خو سپینه ماڼۍ به د کانګرس تر لایحې وروسته وروستۍ بسته ولسمشر ته وړاندې کړي.
که چېرته ولسمشر ټرمپ بیا هم دا لایحه ردوي کانګرس به د ویټو حق کاروي په دې شرط چې د لایحې د تصویب لپاره کافي ملاتړ موجود وي.
راپور: صفيالله ستانکزی