وزیري: پاکستان سره د ډیورند ترڅنګ د خپل‌سرو عملیاتو موافقه نه‎وه شوې

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د ملي دفاع د وزارت دا ادعا چې د خېبر څلور په نوم عملیات ګټه نه‎کوي، رد کړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ډول څرګندونې د سیمې د امنیت په ګټه نه‎دي او باید ډډه ترې وشي.

د پاکستان پوځ وایي چې د دې عملیاتو په اړه‌یې دوه ځله له افغان چارواکو سره شفاهي او په لیکلي ډول معلومات شریک کړي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت دا مني چې په شفاهي ډول موضوع له دوی سره شریکه شوې ده، خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې موافقه پر دې نه‎وه شوې چې پاکستان به په خپل سر د ډیورند کرښې ترڅنګ عملیات کوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

وزیري وايي:

"شفاهي فیصله شوې وه چې هغه اهداف چې د پاکستان په خاوره کې دي، پر هغو اهدافو به چې موږ یې دوی ته معلومو عملیات کوي او له‎منځه به‌یې وړي، چې څارنه به‌یې امریکا او چین کوي او که دوی کوم هدف په افغانستان کې ټاکي، هغه دې موږ ته راکړي موږ به هغه د چین او امریکا تر څارنې لاندې له‎منځه یوسو. اوس دوی په خپل سر له کرښې سره نېږدې عملیات پلان کړي او پیل کړي دي، دلته خو د ترهګرو مرکزونه نه‎شته."

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ د خېبر اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د خېبر څلور په نوم عملیات پیل کړل.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور وایي چې دا عملیات د خېبر په راجګال درې کې روان دي، ترڅو د افغانستان له لوري د پاکستان خوا ته د داعش د نفوذ مخه ونیسي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور

راجګال د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته نېږدې پرته سیمه ده.

په اچین کې افغان ځواکونه وایي چې د داعش مرکزونه‌یې له‎منځه وړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې تر اوسه د داعش درې مشران په افغانستان کې وژل شوي او پاکستان په خپله خاوره کې یو مهم ترهګر هم نه‎دی وژلی.

جنرال وزیري وویل:

"د داعش دا درېیم مشر دی چې ابو سعید د جولای په ۱۱مه په کونړ کې ووژل شو، تر دې مخکې یې نور مشران له‎منځه ولاړل. موږ په هېڅ ډول اجازه نه‌ورکوو چې په افغانستان کې ترورېستان مرکز جوړ کړي یا یې مشر دلته ځای پیدا کړي، که پاکستان له موږ سره هدف شریک کړي موږ یې له‎منځه وړو."

د افغانستان حکومت وایي چې پاکستان ته‌یې ۸۶ هدفونه په نښه کړي وو چې عملیات پرې وکړي، خو تر اوسه‌یې پر دغه یوه هم برید نه‎دی کړی.

په خېبر دره کې تر خېبر څلور مخکې پاکستاني پوځیانو د خېبر یو، خېبر دوه، خېبر درې او تر هغه مخکې په درېیو نورو نومونو پوځي عملیات ترسره کړي وو.