د هلمند ځينو چارواکو ته د ولایتي شورا خبرداری

د هلمند ولايتي شورا خبر داری ورکوي که چېري یو شمېر دولتي مسئولین له دندو لېري نشي، دوی به يې په زوره د هلمند څخه وباسي.

د ولایتي شورا وکیلانو چي یو شمېر ملکي او نظامي مسئولین يې د کابل بانک مخته د تر سره شوي برید په تړاو خپلي عمومي غونډې ته ورغوښتي وایي، د مسئولینو خبرې ورته د قناعت وړ نه وې او باید له دندو لېري شي.

د هلمند والي په یوه کنفرانس کي ویلي دي چې په دې اړه يې یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده او هر هغه څوک چې د برید په مخنیوي کې پاته راغلی وي له دندې به لېري شي.

په دې اړه د محمد الیاس داعي راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د الیاس داعي راپور