ایران پر سوريې یو شمېر توغندي ویشتلي څو د تهران د حملې غچ واخلي

د ایران سپاه پاسدار انقلاب وایي، د یکشنبې په ورځ یې د سوریې په لور یو شمېر توغندي ویشتلي دي څو په تهران کې د هغو بریدونو غچ واخلي چې اسلامي دولت ډلې یې مسؤلیت اخیستی وو.

دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې ایران له خپلې خاورې بهر راکټي برید کوي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب پر خپله ویب‎پاڼه سپاه نیوز لیکلي چې دغه توغندي د ایران له جنوبي برخو څخه د سوریې دیر الزور ولایت په لور ویشتل شوي دي.

دیرالزور د سوریې په شمال کې موقعیت لري.

په اعلامیه کې راغلي چې د منځني واټن ویشتونکي توغندي د ایران له کرمانشاه او کردستان څخه ویشتل شوي او په نتیجه کې یې ډېر شمېر د دوی په وینا تروریستان وژل شوي او ډېرې وسلې له‎منځه تللي دي.

دوی وایي، غواړي په دې ډول د هغو بریدونو غچ واخلي چې د جون پر اوومه نېټه د ایران په پلازمینه تهران کې د پارلمان پر غړو او د امام خمیني پر هدیرې وشوه.

۱۷ تنه په هغو بریدونو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یې مسؤلیت منلی دی، ووژل شول.

دغه توغندي څو ساعته وروسته له هغه ویشتل شوي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‎یي پر خپله ویبپاڼه په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې ایران ژمن دی د خپلو قربانیانو د کورنیو د درناوي لپاره خپل دښمن وځپي.

تردې وروسته توغندي د سوریې د دیرالزور هغه ځایوه په نښه کړي چې سپاه پاسداران یې د ترور اډې بولي.

د ایران پر ټلویزیون هغه تصویرونه ښودل شوي چې ښیې توغندي د شپي مهال توغول کېږي.

ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې له ۱۹۸۰څخه تر ۱۹۸۸کال پورې د ایران او عراق ترمنځ جګړو را وروسته چې شاوخوا ۳۰ کاله تېر شوي، دا لومړی ځل دی چې ایران له خپلې خاورې بهر هدف په راکټونو وویشت.

سپاه پاسداران انقلاب چې په تهران کې په وروستيو بریدونو کې سعودي عربستان ښکیل بولي، ژمنه کړې چې له هېواده به خپل غچ اخلي.

د ایران لوړ پوړو چارواکو هم تر برید وروسته ریاض په‎دې تورن کړی چې په ایران کې تروریستي ډلې پیاوړي کوي.

ایران د سوریې د ولسمشر بشارالاسد یو عمده ملاتړی دی او هم په لبنان کې د حزب‎الله ډلې سره مرسته کوي.

ایران سوریې ته پوځي سلاکاران او هم هغه زرګونه داوطلب کسان د سوریې جګړو ته لېږلي چې د خپلو وګړو او هم په ګاونډي هېوادونو لکه افغانستان او پاکستان کې یې له شیعه ټولنو څخه ګمارلي دي.