د لاسرسي لېنکونه

ظریف: سعودي د ترهګریزو ډلو په پراختیا کې ښکېل دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سعودي‎ عربستان تورن کړی چې په ایران کې له ترهګرو فعاله ملاتړ کوي.

ظریف چې د اسلو د غونډې په نوم د کنفرانس په څنګ کې یې خبرې کولې وویل، تهران داسې استخباراتي معلومات لري چې ښايي "سعودي‎ عربستان په سېستان- بلوچستان ولایت کې د ترهګرو ډلو په پراختیا کې ښکېل دی."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ادعا وکړه چې سعودي ‎عربستان پر ایران د بریدونو لپاره د یوه ګاونډي هېواد له خاورې ګټه اخلي، خو نوموړي د ایران د دې ګاونډي نوم یاد نه کړ.

سېستان- بلوچستان د ایران په جنوب ختیځ کې پروت دی او له افغانستان او پاکستان سره شریکه پوله لري چې اکثریت اوسېدونکي ‎یې سُني مسلمانان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په تهران کې د دغه هېواد پر پارلمان او د ایران د اوسني نظام د بنسټ اېښودونکي روح‎الله خمیني پر مزار له بریدونو یوه اوونۍ وروسته کړي چې د دغو بریدونو مسؤلیت د داعش وسله‎والې ډلې په غاړه اخیستی و.

سعودي ‎عربستان په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي او برعکس، تهران‎ یې په سیمه کې د ترورېزم په ملاتړ تورن کړی.

XS
SM
MD
LG