ټاکل شوې ده د پاکستان صدراعظم نواز شريف د پنجشنبې په ورځ د اداري فساد پر وړاندې پلټونکي کمېسیون ته حاضر شي.
د دغه هېواد يوه دولتي وزیر ويلي چې نواز شریف به د ده پر کورنۍ د اداري فساد د تورونو په قضيه کې ياد کمېسيون ته حاضرېږي.
پر نواز شريف او اولادونو يې په يوه قضیه کې د فساد تور دی چې له کبلهيې د صدراعظم د حکومت د سقوط خطرونه زیات شوي دي.
دا وروسته له هغه چې تېر کال د پاناما په نوم اسناد افشا شول چې له پاکستانه په بهر کې يې د ده د کورنۍ سره د اړوندو تجارتونو معلومات خپاره کړل.
د معلوماتو او خپرونو وزيرې مريم اورنګزېب د پاکستان جيو ټلوېزيون ته په دې اړه وويل:
"هو حکومت د ګډ پلټونکي ټيم څخه داسې ليک تر لاسه کړی دی چې پهکې ده ته امر شوی دی دغې کمېټې ته حاضر شي او دی به هلته حاضرېږي."
دغه لیک چې پر ټولنيزو رسنيو هم خپور شوی، د ګډ پلټونکي ټيم د غړو لهخوا لاسليک شوی دی او له ښاغلي شريفه غواړي چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یادې کمېټې ته حاضر شي.
دا لیک له صدراعظمه غواړي چې له قضيې سره اړوند اسناد هم له ځان سره وروړي.
په اپرېل مياشت کې د پاکستان سترې محکمې د اداري فساد پر وړاندې یوه ګډ پلټونکي ټيم او د پاکستان استخباراتي ادارې «ای. اېس. ای» او د پوځ استخباراتو ته حکم وکړ چې د دې ادعا په اړه تحقيات وکړي او په ۶۰ ورځو کې خپل راپور جوړ کړي.
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د نواز شريف پر ضد د پلټنو غوښتنه کړې او له صدراعظمهيې غوښتي چې د تحقيقاتو تر بشپړېدو پورې استعفا ورکړي.
دا ناندرۍ هغه مهال پيل شوې چې تېر کال د موساک فونسکا " Mossack Fonesca" په نوم د پاناما یوه حقوقي شرکت ۱۱.۵ میليونه محرم اسناد خپاره کړل او د نړۍ د بډايه او قوي کسانو هغه تجارتونهيې افشا کړل چې له خپلو هېوادونو دباندې يې پر مخ وړي.
په دغو اسنادو کې د شريف له څلورو څخه درېیو اولادونو، د ده د لور او سياسي ځای ناستې مريم او د دوو زامنو حسن او حسین نومونه ياد شوي وو.
په دې قضيه کې د هغو پيسو په اړه پوښتنې کېږي چې د ښاغلي شريف اولادونو ورباندې په بهر کې د دغو شرکتونو له لارې په لندن کې د لوړو بيو شتمنۍ پېرلې وې.
واکمن مسلم لیګ نواز ګوند ټينګار کوي چې دغه پیسې په پاکستان او بهر کې په قانوني توګه د کورني تجارت له لارې ګټل شوې وې.