د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

بلاول بوټو د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان حکومت پر هڅو شک څرګند کړ


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو تېره ورځ د پوليسو پر روزنيز مرکز بريد کې د ټپي شويو کسانو ليدو ته تللى او له رسنيو سره په خبرو کې يې د ترهګرۍ پر ضد د مرکزي حکومت پر هڅو شک څرګند کړى.

بلاول ويلي چې د بلوچستان خلکو درد محسوسولاى شي، ځکه چې د ده خپله مور په ترهګرۍ کې وژل شوې ده.

د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې‌نظير بوټو او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوى او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو د يکشنبې په ورځ د کوټې په ملکي روغتون کې له هغو ۱۰ تنو پوليسو سره وليدل چې د اکټوبر په څلورويشتمه د پوليسو پر روزنيز مرکز ترهګریز بريد کې ټپيان شوي دي.

بلاول بوټو له ټپيانو سره تر ليدو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې هغه مهال ژړغونى شو او تر سترګو يې اوښکې راوڅڅېدې چې د ترهګرۍ په يوه بريد کې وژل شوې خپله مور يې ياده کړه.

بلاول وويل، دى تر هر چا زيات د بلوچستان د خلکو درد احساسولاى شي، ځکه چې ده او خويندو يې مور په ترهګرۍ کې له لاسه ورکړه.

بلاول زیاته کړه:

"زه دومره پر غمجن يم زه دا احساسولاى شم چې پر تاسې به څه تېرېږي، زه د بي بي زوى يم او زه هم د دې ترهګرۍ قرباني يم، څو زما د پاکستاني ولس وينه تويېږي او د شهيدانو کورنيو ته انصاف نه‌رسېږي، زه به د ترهګرۍ په ضد د مرکزي حکومت هېڅ ادعا ونه‌منم."

بلاول بوټو پر مرکزي حکومت خصوصاً پر صدراعظم نوازشريف او د کورنيو چارو پر مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان کلکې نيوکې وکړې.

ده وويل چې د پاکستان ولس که په کوټه او بل هر ځاى کې د ترهګرۍ په پېښو کې وژل کېږي، پر نوازشريف د ده په وينا پر رايونډوال- هېڅ اغېز نه‌کوي، ځکه چې وايي، د هغه باچاهي سالمه ده.

بلاول د کورنيو چارو پر مرکزي وزير له ښو طالبانو يعنې له افغان طالبانو سره د ښو اړيکو تور پورې کړ.

دی وايي:

"په‎ خپله له ښو طالبانو سره ليدنې کوي، د سره جومات د خطيب پر ضد هېڅ نه‎شي کولاى، خو د پيپلز ګوند پر سيکولار سياستوال ډاکټر عاصم باندې يې د ترهګرۍ تور پورې کړى دى، تر يوه کال زيات موده کېږي چې هغه بندي دى، د چوهدري نثار په بند کې دى."

بلاول بوټو وويل، مرکزي حکومت ته په اوسنيو حالاتو کې په‎کار وه، د هغه دښمن په ضد يې توافق کړى وى چې کوټه کې يې هزاره‎ګان او مدافع وکيلان او په پېښور کې يې ماشومان ووژل، خو وايي سره له دې چې پوځ، پوليس او نورې امنيتي ادارې د ترهګرۍ پر ضد جنګېږي، خو نواز شريف، عمران خان او چوهدري نثار علي خان د ترهګرو پر ضد تر خولې غږ هم نه‌شي ايستلاى.

بلاول د اوسني حکومت بهرنۍ تګ‎لاره ناکامه وبلله او وویل:

"ستاسې بهرنۍ تګ‎لاره په دې تېرو درېیو کلونو کې ناکامه ده، له ايران سره ستاسې اړيکې خرابې دي، له افغانستان سره مو خرابې دي، له چين سره د اصف علي زرداري په خاطر ډېرې ښې دي، خو که تاسې د چين-پاکستان اقتصادي لارې پروژه جنجالي کوئ، نو هلته هم ستړې را ولاړېداى شي."

بلاول بوټو وويل، مرکزي حکومت ته‌يې څلور غوښتنې وړاندې کړې چې په هغوى کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه، د چين-پاکستان اقتصادي لارې جوړېدو په اړه د پاکستان د ټولو ګوندونو توافق، د پاناما اسنادو د تورونو پر اساس د صدراعظم نوازشريف صلاحيت سلبول او د بهرنۍ تګ‎لارې سمول شامل دي.

دی وايي که حکومت‌يې غوښتنې د نومبر تر اوومې نېټې ونه‌مني، نو بيا احتمال شته چې د بېړنيو ټاکنو لپاره جمهوري احتجاج او لاريون پيل کړي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG