د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

کوټه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز حمله کې ٥٩ پوليس وژل شوي


بېګا شپه کوټه کې وسله‌وال د پوليسو يوه روزنيز مرکز ته ننوتي، د پوليسو سلګونه نوي استخدام شوي سرتېري يې يرغمل کړي او پرله‎پسې بريدونه‌يې ورباندې کړي چې په نتيجه کې يې ٥۹ تنه پوليس وژل شوي او شاوخوا سل تنه په‎کې ټپيان شوي دي.

د بريد مسؤليت لا چا نه‌دى منلى، خو امنيتي چارواکو تور پورې کړى چې دا حمله له افغانستانه سمبالېده.

د دوشنبې په ماخوستن شاوخوا لس بجې وسله‎وال د کوټې ښار پر سرياب سړک د پوليسو يوه لوى روزنيز مرکز ته ننوتل او هلته‌يې پر نويو استخدام شويو سرتېرو ډزې وکړې.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې «اى، اېس، پي، ار» د شپې ناوخته خبر ورکړ چې شپږ وسله‎وال دې مرکز ته ننوتي وو چې شاوخوا يو ساعت وروسته سلګونه پوليس، ملېشه او پوځي سرتېري د پېښې ځای ته راورسېدل او د وسله‎والو پر ضد يې عمليات پيل کړل.

يو پوليس چې له دې روزنيز مرکزه په تېښته راوتلى او ډېر وارخطا وو، رسنيو ته وويل:

"ما ليدل چې وسله‎والو ډزې پيل کړې، بيا زموږ د استوګنې ودانيو ته ننوتل، زه په تېښته بام ته وختم بيا خبر نه‌يم چې څه وشول، هغوى ډزې کولې خلک‌يې ويشتل."

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي وايي، له وسله‎والو سره‌يې د امنيتي ځواکونو نښته څلور ساعته روانه وه چې وايي، په نتيجه کې يې يو وسله‎وال وژل شوى او دوو نورو چې په ځانونو پسې يې چاودېدونکي مواد تړلي وو، خپلو ځانونو ته انفجار ورکړى دى.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټى
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټى

سرفراز بګټي د شپې شاوخوا څلور بجې له رسنيو سره په خبرو کې د پوليسو روزنيز مرکز په بشپړه توګه تصفيه اعلان کړ.

هغه وویل:

"وسله‎وال ليلیې ته ننوتل، هلته درې ودانۍ وې چې يوه لاره‌يې وه، زموږ امنيتي ادارو څلور ساعته د هغوى پر ضد عمليات وکړل چې يو ترهګر په‎کې وژل شوى او دوو نورو ځان‌وژونکو خپل ځانونه چاودلي دي، په دې پېښه کې ٦٥ کسان ټپيان دي او تر شلو زيات کسان په‎کې وژل شوي دي خو دا لا هم کره شمېر نه‌دى."

سرفراز بګټي وايي، په دې روزنيز مرکز کې اووه سوه تنه پوليس سربازان موجود وو چې وايي، له هغوى څخه‌يې شاوخوا درې سوه کسان د وسله‎والو له منګولو وژغورل او يوه خوندي ځاى ته‌يې انتقال کړل.

بګټي وايي، د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته به دوام ورکړي:

"موږ به د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته همداسې په زړورتيا دوام ورکوو، ترهګر چې په کوم نيت راغلي وو، په دې مرکز کې شاوخوا اووه سوه سرتېري وو د دوى پلان وو چې لوى زيان ورواړوي، خو زموږ د امنيتي ځواکونو پر وخت اقدام د پېښې تلفات کم کړل."

د بلوچستان اعلى وزير د دې حملې پر وخت د کوټې ښار په ټولو روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان کړ.

اعلى وزير نواب ثناوالله زهري يوه شخصي ټلوېزیون ته په خبرو کې وويل، څو ورځې مخکې يې خبردارى تر لاسه کړى وو چې کوټې ته وسله‎وال ترهګر راننوتي دي، دی وايي تر هغه وروسته‌يې امنيت زيات ټينګ کړى وو او هغوى چې په ښار کې کوم هدف تر لاسه نه‌کړ، نو له ښاره دباندې يې د پوليسو روزنيز مرکز په نخښه کړ.

د دې بريد مسؤليت تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه‌دى منلى، د داخله چارو وزير يې هم په ښکاره پړه پر چا وانه‌چوله، تش دومره‌يې وويل چې په دې پېښه کې هغه استخباراتي ادارې لاس لري چې بلوچستان ناارامه کول غواړي.

خو وايي، تر پلټنو وروسته به څرګنده شي چې د دې حملې تر شا څوک دي، خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مشر مېجر جنرال شېرافګن له رسنيو سره خبرو کې تور پورې کړ چې وايي د بريد پر مهال‌يې دا کشف کړه چې وسله‎والو د لښکر جنګوي له «العالمي» ډلې سره تړاو درلود او هغوى ته د بريد په اړه لارښوونه له افغانستانه کېدله.

دی وايي:

"موږ د دوى اړيکې کشف کړې او راته څرګنده شوه چې دننه درې ترهګر دي او درې سره ځان‌وژونکي بريدګر دي، دوى د لښکر جنګوي‌ «العالمي» ډلې ترهګر وو، د دوى په اړه چې خبرې کېدې او لارښوونه ورته کېده هغه له افغانستانه سمبالېده."

د وروستيو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ٥٩ تنه وژل شوي او شاوخوا ١١٥ تنه په‎کې ټپيان شوي چې ټول په‎کې د پوليسو هغه نوي استخدام شوي سربازان دي چې په دې روزنيز مرکز کې يې روزنه تر لاسه کوله.

د پېښې ټپيان ټول په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي چې په هغوى کې هم د ځينو حالت مرګونى بلل کېږي.

د يادونې وړ ده چې د پوليسو دغه روزنيز مرکز له کوټې ښاره جنوب لور ته په شاوخوا پنځلس کېلو مترۍ کې په سرياب سيمه کې دى او تر دې پخوا هم په وار-وار وسله‎وال بريدونه ورباندې شوې دي، خو د بېګانۍ حملې سارى مخکې نه‌دى ليدل شوى.

دا په روان کال کې په کوټه کې د ترهګرۍ دوهمه لويه پېښه ده، د اګست پر اتمه د کوټې په دولتي روغتون کې هم په يوه خونړي ځان‌وژونکي بريد کې تر اويا زيات کسان ووژل شول چې اکثريت‌يې د بلوچستان د بېلابېلو سيمو مدافع وکيلان وو.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG