د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

بلاول بهټو او عمران خان له نواز شريفه د استعفا غوښتنه کړې


د پاکستان تر ټولو ستر اپوزیسیون ګوند "پيپلز پارټۍ" د دې هېواد له وزير اعظمه غوښتي چې په پاناماليکس کې يې د کورنۍ د غړيو د نومونو تر راتلو وروسته دې د دغه موضوع تر بشپړو تحقيقاتو پورې له خپلې کرسۍ استعفا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت "پاناما پيپرز" د نړۍ د ځينو هېوادونو د هغو سياستدانانو نومونه رابرسېره کړل چې له خپلو هېوادونو بهر جاېدادونه او اف شور کمپنيانې لري.

که څه هم په دغو کاغذونو کې د پاکستان وزيراعظم نوم نشته، خو د هغه د دوو زامنو او يوې لور نومونه په کې دي چې د پاناماليکس د ادعا له مخې، په بهرنيو هېوادونو کې جاېدادونه او اف شور کمپنۍ لري.

د پاکستان ځينو اپوزېسیون ګوندونو په دې وروستيو کې له وزيراعظمه غوښتي چې په پاناما پيپرز کې يې د کورنۍ د غړيو د نومونو تر راتلو وروسته ددې تحقيقات او همداراز دې له خپلې څوکۍ استعفا ورکړي.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د شنبې په ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير په کوټلي سيمه کې يوې جلسې ته د وينا پر مهال له وزيراعظم وغوښتل چې د پاناماليکس د موضوع تر تحقيقاتو پورې دې استعفا ورکړي.

ښاغلي بلاول غونډې ته په وينا کې د نواز شريف پر پاليسو هم سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې حکومت د عوامو لومړنۍ غوښتنې په پام کې نه نيسي.

ښاغلي بلاول وزيراعظم نواز شريف ته د پيپلز ګوند د حکومت پر مهال د هغه وخت پر وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني د کرپشن د تورونو تر لګېدو وروسته د هغه غوښتنه هم ورياده کړه او ويې ويل:

"ميا صيب تاته په ياد وي چې تاسو په يوې عوامي جلسې کې د هغه وخت له وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني نه د استعفا غوښتنه کړې وه، نن زه له تاسو همغه مطالبه کوم چې ترڅو د پاناماليکس د موضوع تحقيقات کېږي، تاسو استعفا ورکړئ او که چېرې له تورونو بري شوئ، نو بيا بېرته خپله دنده سمبال کړئ."

که څه هم تر دې مخکې د تحريک انصاف ګوند عمران خان د پاناماليکس پر موضوع په حکومت سختې نيوکې کړي او له نواز شريفه يې د استعفا غوښنه کړې، خو دا لومړى ځل دى چې د پيپلز ګوند مشر هم له وزيراعظمه ورته غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا عمران خان چې څو ورځې مخکې يې د پانامليکس پر موضوع په اسلام اباد کې د يوې جلسې په ترڅ کې له نواز شريفه د استعفا غوښتنه کړې وه، د بلاول بهټو زرداري د غوښتنې ملاتړ کړى دى.

نوموړي همداراز ګواښ کړى چې که چيرې د پاناماليکس د تورونو شفاف تحقيقات ونه شي، نو دوى به د لاهور په رايونډ کې د نواز شريف د کور مخې ته احتجاجي ناسته يا دهرنا ورکړي.

خو له بلې خوا د نواز شريف حکومت د اپوزیسیون ګوندونو د استعفا ورکولو غوښتنه رد کړې او همداراز يې د پانامليکس د تحقيقاتو لپاره د کمېسيون جوړولو اعلان هم کړى دى.

ښاغلي شريف او د هغه د کابينې يو شمېر وزيرانو د وزيراعظم نواز شريف د استعفا ورکولو په اړه د بلاول بهټو زرداري او عمران خان د غوښتنه رد کړه او ويې ويل چې د حکومت سياسي مخالفين غواړي د پانامليکس په موضوع په نارو سورو او احتجاج په ملک کې د پرمختيايي پروژو مخه ډب کړي.

دوى ټينګار کوي چې په پانامليکس کې د نواز شريف نوم نشته، خو بيا يې هم ځان او خپله کورنۍ د احتساب لپاره وړاندې کړې او د تورونو د تحقيقاتو لپاره يې د کومېټې د جوړولو اعلان هم کړى، نو لهذا هغه به له خپلې څوکۍ استعفا نه ورکوي.

د يادونې وړ ده چې د تحريک انصاف مشر عمران خان په همدې موضوع پر حکومت د فشار زياتولو لپاره نن په لاهور کې د يوې سترې عوامي جلسې اعلان هم کړى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG