د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

عمران خان د نواز شريف پر ضد بيا احتجاجي مظاهرې پيل کړې


د پاکستان تحريک انصاف ګوند ددې هېواد د وزيراعظم نواز شريف او د واکمن مسلم ليګ ​"ن​" ګوند د يو شمېر مشرانو او د هغوى د کورنيو د غړيو د درغليو پر ضد د "تحريک احتساب " په نامه د احتجاجي مظاهرو نوې لړۍ پيل کړې ده.

ددغه مظاهرو لړۍ د يکشنبې په ورځ له پېښوره د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان په مشرۍ پيل شوه چې د ګوند د جګپوړو چارواکيو سربېره پکې د ياد ګوند زرګونو پلويانو برخه اخيستې وه او د تحريک انصاف د چارواکيو په وينا، په لومړي پړاو کې به دا احتجاج له پېښوره تر اټک پورې دوام وکړي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند د وزيراعظم نواز شريف او د هغه د ګوند د ځينو غړيو پر ضد دا احتجاج تر هغې وروسته پيل کړى چې څه موده مخکې له پاناما قانوني بسنټ څخه په افشا شويو اسنادو کې د ښاغلي نواز شريف د اولادونو راغلي و.

په دغو اسنادو کې راغلي چې د وزيراعظم شريف درې اولادونه په بېلابېلو هېوادونو کې پخپلو نومونو اف شور کمپنۍ لري.

عمران خان له پاناما قانوني بنسټ څخه په افشا شویو اسنادو کې د وزيراعظم شريف د اولادونو د نومونو تر راتلو وروسته په پرله پسې توګه د ښاغلي شريف په ګډون د هغه د اولادونو د احتساب غوښتنه کوي.

عمران خان په پېښور کې احتجاجي غونډې ته په وينا کې وويل، ترڅو پورې چې د وزيراعظم نواز شريف او د هغه د حکومت د مبينه درغليو په اړه تحقيقات نه وي شوې، تر هغو به يې د احتساب په نامه تحريک روان وي.

نوموړي همداراز وويل چې ددغه احتجاجي تحريک په دويم پړاو به له راولېپنېډۍ او پلازمينې اسلام اباده پيل کړي چې وروسته به بيا دا لړۍ د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته اوږد کړي:

عمران پخپلې وينا کې ښاغلي شريف مخاطب کړ او ويې ويل:

"زه بۀ ټول قوم له ځان سره لاهور ته درولم او له تا [نواز شريف] سره ژمنه کوم چې تا به حکومت ونه کړاى شې دا تحريک د هر هغه پاکستاني دي، چې دا هېواد د کرپشن يا اداري فساد له سرطانه ژغورل غواړي، د کرپشن ناسور د پاکستان عام ولس ته تر بل هر څه زيات زيان رسوي."

له بلې خوا بيا د پاکستان د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد او د پنجاب صوبې وزيراعلى شهباز شريف د عمران خان پر احتجاجي مظاهرو نيوکه کړې، دا يې د پاکستان د پرمختګ ټکني کول بللي او له عمران خانه يې غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره دې له سړکونو نه، بلکې له پارلمانه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وزيراعظم نواز شريف لا وار له مخه ويلي چې د پاناما اسنادو د موضوع د تحقيقاتو لپاره تيار دى او د همدې موخې لپاره يې يوه کومېټه هم ټاکلې، خو عمران خان ددغې کومېټې له منلو انکار کړى او تر ټولو لومړى يې د وزيراعظم شريف د احتساب غوښتنه کړې ده.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د حکومت واګې په لاس کې لري او د پاکستان دويم ستر اپوزيسيون ګوند دى، تر دې وړاندې هم په اسلام اباد کې د وزیراعظم نواز شریف د لرې کولو په موخه اوږدې مظاهرې کړې دي.

ددغه ګوند له خوا تر ټولو اوږده احتجاجي ناسته يا دهرنا د ٢٠١٤م کال په اګست مياشت کې د پاکستان پارلمان مخې ته وشوه چې بيا وروسته د همدې کال په دسمبر مياشت کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د تحريک طالبان پاکستان له خوا تر خونړي بريد وروسته عمران خان دا احتجاجي ناسته پاى ته ورسوله.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG