د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

میليارډونه ډالر شتمنۍ له يوه ځايه بل ځای ته پټ څنګه انتقال شوې؟


د نړۍ د يو شمېر سياستوالو، مشرانو او ستورو د پاسپورټونو او شتمنيو په اړه معلومات خپاره شوي چې په کې د يو اعشاريه يو میلیون ډالرو د ماليې اسناد شامل دي.

د پانامه مېشتې حقوقي ادارې موساک فونسيکا سره د ثبت شويو اسنادو پر بنسټ د نړيوالو خبريالانو تحقيقاتي ادارې د نړۍ د يو شمېر مشرانو او مشهورو څېرو نومونه ياد کړي چې وايي په پټه يې میليارډونه ډالر د بهرنیو شرکتونو په وسيله پټ کړي دي.

د تېرو ۴۰ کلونو په اوږدو کې د نړې د يو شمېر پياوړو کسانو له خوا لېږل شوي ايمیلونه او مالي شتمنيو جزيات چې تر۱۰۰ زياتو رسنيزو ادارو له پلټنو وروسته ټول کړي، ښيي څرنګه میليارډونه ډالر شتمنۍ له يوه ځايه بل ته په پټه انتقال شوې.

د راپور له مخې، هغو کسانو، بانکونو او شرکتونو چې له ویلادي مير پوتين سره نېږدې اړيکې لري، په روسيه کې د يو شمېر شرکتونو له لارې په پټه د شا او خوا دوه میليارډه ډالرو په کار اچولو سره د دغه هېواد د موټرو په سوداګرۍ او رسنيو کې نفوذ موندلی دی.

کريملين پر خپروونکې اداره تور پوري کړی چې د روسيې پر وړاندې بې لارې کوونکي معلوماتي حملې کوي.

د راپور له مخې، د ايسلنډ صدراعظم او مېرمنې يې د يوه بهرني شرکت په وسيله د پانګې میليونونه ډالر درېیو لويو بانکونو ته انتقال کړي دي.

دا په داسي حال کې چې دغه هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ وو.

ده هر ډول ناسم کار رد کړی، خو روانه اوونۍ به د بې باورۍ له رايو سره مخامخ کېږي.

دوو مشرانو چې د شفافيت لپاره يې کار کړی، د چين ولسمشر شي جين پينګ او د بریتانيې صدراعظم ډېويډ کامرون دي چې د کورنیو په وسيله يې يو وخت له بهرنیو شرکتونو سره اړيکې لرلې.

ګڼ شمېر نور نړيوال مشران چې په کې د سعودي عربستان باچا، د اذربايجان د ولسمشر او د پاکستان د صدراعظم اولادونه هم شامل دي، په بهر کې د شرکتونو لرونکو په لیست کې راغلي.

موساک فونسيکا له شا او خوا ۳۳ کسانو او شرکتونو سره کار کړی چې د واشنګټن له خوا د مکسيکو د مخدره موادو له کارو بار يا تروريستي ډلو او يا هم له لانجمنو هېوادونو چې په کې شمالي کوريا شامله ده، سره د تړاو په خاطر په تور ليست کې شامل شوي.

په دغو شرکتونو کې يوه هغو الوتکو ته تېل وړل چې امریکا وايي د سوريې رژيم پر ملکيانو د بمبارۍ لپاره کارولې.

د راپور له مخې، د فيفا د انضباطي کمېټې غړی جوان پيدرو دامياني له درو کسانو سره سوداګريزې اړيکې درلودې چې ورباندي تور دی چې په لاتين امریکا کې يې د خپرونې د حق ورکولو لپاره بډې اخيستې وې.

د نړۍ تر ټولو غوره فټبالر ليونل مسي او پلار يې د شيل تېلو يو شرکت لري او هسپانوي پلټونکي په دې حقيقت وروسته له هغه خبر شول چې د بارسيلونا فارورد د ماليې د چارو پلټنه يې کوله.

تر پنځه سوه زيات بانکونو او د هغوی فرعي څانګو له موساک فونسکا سره له ۱۹۷۰يمې لسيزې راهيسي کار کړی چې په بهرنيو شرکتونو کې مراجعين تنظيم کړي.

راپور: ملالۍ بشیر

XS
SM
MD
LG