د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

شریف: خپله شتمني مي سیاست ته له داخلېدو نه مخکې لاسته راوې


د پاکستان صدراعظم ادعا کوي چې خپله ټوله شتمني يې په قانوني توګه لاسته راوړې او له خپله هېواده يې يوه پيسه نه ده ايستلې.

نواز شریف د خپلو مالي ګټو له اسنادو دفاع کړې او د خپل هېواد له پارلمانه يې غوښتي چې د هغو ادعاوو د بررسي لپاره يو کمېسيون وټاکي چې وايي د ده مالي ګټې غير قانوني دي.

نواز شريف تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په خپله وينا کې وويل، خپلې شتمنۍ يې په قانوني توګه مخکې له هغه لاسته راوړې وې چې سياست ته داخل شي.

ده همداراز ټينګار کړی چې له هېواده يې خپله يوه پيسه هم دباندي نه ده ايستلې.

د پاکستان صدراعظم دا خبرې له هغه وروسته کړي چې د پانامه پاڼو په نامه مشهور اسناد خپاره شول.

د پانامه پاڼو له خپرېدو وروسته چې د نواز شريف په ګډون د نورو مشهورو کسانو د پټو شتمنيو په اړه معلومات په پانامه کې خپاره شول، ښاغلی شريف له سياسي فشارونو سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان صدراعظم د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې پر ده د مالي ادعاوو په اړه وويل:

"د فساد د ختمولو لپاره چې مو درې شرطونه وړانديز کړي وو، د هغه په بدل کې پنځلس شرطونه وړانديز شول او د اپوزيسيون ډلې د فساد د ختمولو پر ځای په اصل کې غواړي ما تر فشار لاندي راولي او هر ځای چې د صدراعظم نوم واخيستل شي، په دې مانا دی چې هغه صدراعظم زه يم؟ زه غواړم ووايم چې په پانامه پاڼو کې زما نوم نه دی ذکر شوی او پارلمان ته اطمنان ورکوم چې حکومت به پرته له ځنډه د دې موضوع په اړه د بيا کتنې غوښتنه وکړي او په داسي مسايلو کې خنډ به د هیواد په ګټه نه وي."

د پاکستان صدراعظم د خپلې وينا پر مهال وويل، هغه شتمنۍ چې د شريف کورنۍ يې لري، ټولې يې د پلار د کاروبار له لارې لاسته راوړي.

د موساک فونسکا د حقوقي موسسې چې مرکز يې په پانامه کې دی، په شا او خوا ۱۱ اعشاريه ۵ مليونه اسنادو کې ځيني د تحقيقاتي خبريالانو له خوا دباندي وتلي دي.

دغه په تاریخ کې تر ټولو لویه افشا بلل کېږي.

د پانامه پاڼو په نامه د دغو اسنادو په استناد په راپورونو کې راغلي وو چې د شريف زوی له پاکستانه دباندې د مالي شرکتونو څېښتن دی.

په پاکستان کې اپوزسيون ډلې ادعا کوي چې د دغه هېواد صدراعظم په اداري فساد کې لاس درلود او د خلکو په اعتماد جلبولو کې پاته راغلی دی.

XS
SM
MD
LG