د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې جګړو زور اخیستی

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې جګړو زور اخیستی دی.

د هلمند د والي ویاند وايي، د تېرې شپې سخت بریدونه‌يې په شا تمبولي دي.

د ولایتي شورا غړي بیا د تازه پیل شویو جګړو سره اندېښمن دي.

د دې شورا مرستیال مجید اخندزاده وايي، که حکومت روانو ناامنیو ته لاس تر زنې کېني، د ښار او ولسوالیو اړوند نورې سیمې به هم سقوط وکړي.

ویل کېږي په نادعلي او ګرمسېر کې د سختو جګړو له امله دواړو غاړو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

تفصیل‌یې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور