لېوال: قومي مشران دې په ملي یووالي سره د افغان وژنې مخه ونیسي

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له قومي بنسټونو غواړي چې د افغان ځواکونو په ملاتړ د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې خپل غږ اوچت کړي.

په بلخ ولایت کې، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د برید په تړاو د سیاسیونو، د خلکو د استازو او ديني علماو تر څنګ د سرحدونو او قومونو چارو وزارت هم د افغان ځواکونو په ملاتړ د قومي مشرانو پر دوامداره رول ټینګار وکړ.

د یاد وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال د سې شنبې په ورځ د ترهګرۍ په وړاندې د ملي بسیج کېدو یا یووالي په لور غونډه کې وویل چې افغانستان په حساس حالت کې دی او په دې برخه کې د قومي مشرانو رول کېدای شي چې مهم او ګټور ثابت شي.

ده له قومي بنسټونو څخه وغوښتل چې په ملي یووالي سره د افغانانو د وژلو مخه ونیسي.

عبدالغفور لېوال.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه له قومي جوړښتونو څخه دا ده چې له دې وروسته په خپلو کې سره کېني او د ملت د تحرک او ملي یووالي لار وسنجوي، په دې ټولو ملي مسئلو کې د ملتونو غبرګون اړین دی، هیله ده چې مشران یو غوره ګام پورته کړي او د خپلو اولادونو د وژلو مخنیوی وکړي."

ښاغلي لېوال په افغانستان کې جګړه د مخدره موادو او بهرنیو کړیو وبلله ویې‌ویل چې له دغه ناورین څخه د وتلو لپاره تر ټولو اړینه او مهمه د ملتونو اراده ده.

نوموړي زیاته کړه دوی هڅه کوي چې له ولایتونو څخه قومي مشران دعوت کړي او له دوی څخه وغواړي څو د دغې تحمیلي جګړې څخه د وتلو پرېکړه په خپله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ وسله‌والو طالبانو په بلخ ولایت کې، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید وکړ او سلګونه افغان پوځیانو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله.

تر دې برید وروسته د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو علماو هم له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

​په دغه ناستې کې هم یو شمېر قومي مشرانو خپل ملاتړ له افغان امنیتي ځواکونو څخه اعلان او له خلکو څخه‌یې وغوښتل چې د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې یو موټي شي.

د دغو قومي مشرانو له ډلې څخه عبدالخالق حسیني او نیک محمد منګل ازادي راډیو ته داسي وویل:

"دا شوراګانې زموږ له ټولو امنیتي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوي او د دوی تر شا ولاړ دي او هغه سربازان چې په سنګرونو کې، د هېواد دفاع کوي هغوی دې تل ژوندي او سر لوړي وي."

"پر خلکو دا غږ کوم چې تاسو یو موټي، واحد او له یوې زاويې څخه دفاع وکړئ، ځکه اوس نړۍ په دې اخته ده چې څه ډول وکړای شي تاسو بې‌اتفاقه کړي."

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وویل په افغانستان کې دننه یو شمېر ستونزې د دې لامل شوي چې جګړه اوږده او افغانان‌یې قرباني شي.

نوموړي ټینګار وکړ، د دې وخت رارسېدلی چې ټول قومونه یو موټی شي او د دغې جګړې او ستونزو د ختمولو په اړه پرېکړه وکړي.

راپور: سباوون کاکړ