د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د بلخ ولایتي شورا: د شاهین قول اردو سرتېرو کې طالباني فکر او تبلیغ وده کوي


د بلخ ولایتي شورا مرستیال وايي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارواکو مدیریتي ضعف سبب شوی څو وسله‎وال مخالفین پر دې نظامي اډه حمله وکړي.

د بلخ ولایتي شورا مرستیال سید عبدالله مسرور ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ ملي امنیت ادارې تر حملې دمخه د شاهین قول اردو قوماندانۍ ته په مکتوب خبر ورکړی و چې یادې پوځي اډې ته ګواښ متوجې دی او ترورېستان پر قول اردو حمله کوي.

مسرور وویل چې د ملي امنیت دې مکتوب ته د قول اردو د چارواکو نه‌پاملرنه سبب شوه څو ترورېستان د جمعې ورځې حمله ترسره کړي چې په‌کې افغان پوځیانو ته درانه تلفات واوښتل.

د بلخ ولایتي شورا مرستیال سید عبدالله مسرور
د بلخ ولایتي شورا مرستیال سید عبدالله مسرور

مسرور وویل:

"دا راپورونه تقریباً یوه اوونۍ دمخه او بل هم درې ورځې پخوا د قول اردو قوماندانۍ ته په مکتوب ورکړل شوي وو، راپور کې ویل شوي و چې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د ترورېستانو له‎خوا حمله کېږي او احتمالاً دا حمله به د غرمې ډوډۍ پر مهال وشي، تاسو خپل تدابیر ونیسي، خو دوی دې مکتوب ته توجه نه‎ده کړې."

عبدالله مسرور ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې د شاهین قول اردو د سرتېرو تر منځ د طالباني فکر موجودیت او تبلیغ د ودې په حال کې دی او دا کولای شي چې نورو دا ډول حملو ته زمینه مساعده کړي.

د بلخ ولایتي شورا مرستیال دغه‌راز ادعا کوي چې پر شاهین قول اردو د جمعې ورځې په حمله کې د یادې پوځي اډې یو پخوانی پوځي افسر هم شامل و.

مسرور که څه هم د دغو ادعاو په اړه شواهد وړاندې نه‌کړل او د کومې خپلواکې سرچینې له‌خوا هم نه‌دي تائید شوي په اړه‌یې دغه‌راز وویل:

"دا کس تر دې پخوا په شاهین قول اردو کې بریدمل و او له دې ځایه له ترخیص وروسته له طالبانو سره یوځای شوی او یوه ډلې یې راوستې او دا ترورېستي حمله‌یې پلان کړې او پر قول اردو یې حمله وکړه."

په همدې حال کې په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام وايي چې تر دې دمه پر شاهین قولو اردو د تېرې جمعې د ډله ییزو حمله کوونکو هویت نه‎دی مشخص شوی.

ارام زیاته کړه:

"د حمله کوونکو هویت تر اوسه موږ نه‎دی تثبیت کړی، زموږ کشفي او استخباراتي کړۍ پرې کار کوي هر کله یې چې هویت تثبیت شو تاسو به په جریان کې پرېږدو."

کارپوهان په دې باور دي چې پر شاهین قول اردو حمله کوونکي له پخوا له سیمې سره آشنايي درلوده او هم ورسره د قول اردو له دننه د حملې ترسره کېدو په خاطر همکاري شوې ده.

په بلخ کې له همدې کارپوهانو یو فضل‌الرحمن فکرت دی، هغه وايي:

"د حملې برنامه یوه تصادفي مسئله نه‎وه چې دوی په تصادفي توګه راغلي او دا حمله‌یې ترسره کړې ده، دا حمله چې شوې او افغان پوځیانو ته‌یې دومره درنه مرګ ژوبله اړولې، دا له پخوا پلان شوې له سیمې څخه کروکي اخیستل شوې او دوی په مشخص او منظم توګه له سیمې سره بلد و او وروسته‌یې دا عمل ترسره کړی دی."

په داسې حال کې د بلخ ولایتي شورا غړي ادعا کوي چې دې حمله کې د شاهین قول اردو یو پخوانی پوځي افسر شامل و او حمله د چارواکو د مدیریتي ضعف له امله شوې چې د وروستیو راپورونو پر اساس دې وسله‎وال برید کې ۱۵۳ تنه وژل شوي او ۷۸ تنه نور ټپیان دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG