د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

سرنوشت: استعفاوې یو ګام دی خو ستونزې پر ځای پاتې دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د دفاع د وزیر او لوی درستیز د استعفاوو په اړه مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، استعفاوې یو ګام دی خو ستونزې پر ځای پاتې دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا یو ګام دی، ښه ګام ځکه چې دغو کسانو رېښتیا هم د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ توان نه درلود.

دوی کمزوري وو او د دوی د کمزورۍ له امله نه یوازې وسله وال مخالفین پیاوړي شوي وه بلکې زموږ امنیتي ځواکونه هم کمزوري شوې وو.

په سرمقاله کې وړاندې په دې اړه راغلي، هغوی چې په خپله دنده کې پاتې راځي باید استعفا وکړي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور د افغانستان ستونزه په استعفاوو نه حلېږي بلکې د ده په باور په دغه هېواد کې د وحشتونو، وژنو او جګړې د مخنیوي لپاره یو بنسټیز بدلون ته اړتیا ده.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع د وزیر او لوی درستیز استعفاوې ومنلې او د ده په مشرۍ پرون د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې پر دغو مهمو دندو به نور کسان وګماري.

په سرمقاله کې راغلي، د دې ترڅنګ ولسمشر د یو شمېر قول اردوګانو قوماندانان هم بدل کړل او دا ټول د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د تېرې جمعې تر برید ورسته کېږي چې سلګونو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

خو د سرمقالې لیکوال په داشان پېښو کې لوی لاس په نظام کې دننه د یو شمېر کسانو ګڼي چې د ده په خبره غداران دي او که څه هم ستونزمنه مسئله ده خو باید کشفي او امنیتي ارګانونو یې د پېژندنې په برخه کې لاس په کار او له نظامه وویستل شي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، که دغو دوو چارواکو په خپله خوښه استعفا کړې وي نو یو ارزښتمند کار یې کړی دی، خو د سرمقاله لیکونکي په باور د بلخ په پېښه کې یو شمېر نور چارواکي هم مقصر دي چې باید استعفا وکړي او یا هم له خلکو بخښنه وغواړي او په خپلو دندو کې پاتې راتګ ومني.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې، په بلخ کې د شاهین قول اردو په پېښه کې اصلي پړه د کشفي ارګانونو ده، په سرمقاله کې دا هم راغلي چې یوازې له استعفاګانو څه نه جوړېږي بلکې هغوی چې په دې پېښه کې مسؤل دي او خپلې دندې یې سمې نه دي ترسره کړی باید مجازات شي.

XS
SM
MD
LG