د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

سرچینه: دفاع وزارت، لوی درستیزۍ او شاهین قول اردو ته نوي کسان وټاکل شول


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم‌شاه شهیم له خپلو دندو استعفا کړې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د دوی استعفاوې منلې دي.

خو په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچینې بیا د نوم نه‌ښودلو په شرط نن ازادي راډيو ته وویل چې د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز او د ۲۰۹ شاهین قول اردو درې قوماندانان پر یادې قول اردو د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو له دندو لیرې شوې دي.

سرچینې دا هم ویلي چې طارق بهرامي د افغانستان دفاع وزارت د سرپرست او شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.

دغه‌راز له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان امان‌الله د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله وکړه او د ځينو سرچینو په وینا په دې حملې کې ۱۴۰ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم‌شاه شهیم له خپلو دندو استعفا کړې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د دوی استعفاوې منلې دي.

خو په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچینې بیا د نوم نه‌ښودلو په شرط نن ازادي راډيو ته وویل چې د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز او د ۲۰۹ شاهین قول اردو درې قوماندانان پر یادې قول اردو وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو له دندو لیرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله وکړه او د ځينو سرچینو په وینا په دې حمله کې ۱۴۰ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان دفاع وزیر، د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز او د ۲۰۹م شاهین قول اردو درې قوماندانان له دندو لیرې شول.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط نن ازادي راډيو ته وویل، چې عبدالله حبیبي، قدم‌شاه شهیم او د ۲۰۹م شاهین قول اردو درې قوماندانان پر یادې قول اردو وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو له دندو لیرې شوې دي.

دغې سرچینې همدارنګه ویلي چې د قول اردو دغه درې قوماندانان به وروسته د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته هم وروپېژندل شي.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ په بلخ کې پر ۲۰۹م شاهین قول اردو حمله وکړه او د ځينو سرچینو په وینا په دې حملې کې ۱۴۰ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

یوه حکومتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي، لوی درستیز قدم‌شاه شهیم او د ۲۰۹م شاهین قول اردو درې قوماندانان له دندې ګوښه شول.

XS
SM
MD
LG