پاکستان: د ترهګرۍ د ناموس له‎منځه وړلو لپاره ګډ کار ته چمتو یو

د پاکستان حکومت او د دې هېواد د پوځ مشر د افغانستان په بلخ ولایت کې د افغان پوځیانو پر یوه مرکز د وسله‎والو ترهګرو برید غندلی او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره‌یې له نړیوالې ټولنې سره د ګډ کار کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‎والو ترهګرو د جمعې په ورځ هغه وخت بلخ کې د افغان پوځیانو پر شاهین ۲۰۹ قول اردو برید وکړ چې پوځیان پر لمانځه ولاړ وو چې لسګونه پوځیانو ته په‎کې مرګ ژوبله واوښته.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا په دغه برید کې تر ۸۰ زیات پوځیان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان دي، خو بېلابېلې رسنۍ بیا په برید کې د افغان پوځیانو د تلفاتو شمېر ډېر ښيي.

د پاکستان پوځ په مزار شریف کې دغه برید غندلی او ترهګري یې د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې بیا ویلي چې دا هېواد ترهګري چې په هر شکل وي، په کلکو ټکو غندي.

خبرپاڼه په دې اړه مخکې کاږي:

"پاکستان د ترهګرۍ د ناموس د له‎منځه وړلو لپاره له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره یوځای کار کولو ته چمتو دی."

له بلې‎خوا بیا د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم دا برید غندلی او ترهګري یې د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن بللی دی.

باجوه: ترهګر زموږ ګډ دښمنان دي باید ماتې ورکړو.

د یاد پوځ د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه په دې اړه د جنرال باجوه په حواله ويلي:

"ترهګر زموږ ګډ دښمنان دي او باید ماتې ورکړو."

د چارواکو په وینا، وسله‎وال په بلخ کې د پوځیانو مرکز ته په پوځي یونیفورم او رنجر موټرو کې ننوتلي وو او په خبره‌یې چې دغه برید نېږدې پنځه ساعته دوام کړی و.

له بلې‎خوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تر دغه خونړي برید وروسته د شنبې په ورځ د بلخ ولایت د امنیتي ارزونې لپاره دې ولایت ته ولاړ او همداراز یې نن د دغه برید له امله په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

پر پاکستان سربېره امریکا، ناټو او اروپايي هېوادونو هم په بلخ کې پر افغان پوځیانو برید غندلی او دا یې بُزدلانه کار بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

راپور: ذبیح مومند