ټپي سرتېري: د بلخ پر شاهین قول اردو د حملې عاملین دې وپېژندل شي

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ مزار شریف ته د خپل سفر په ترڅ کې پر ۲۰۹م شاهین قول اردو د حملې د غچ اخیستو په مقصد ویلي چې شمال زون کې دې افغان پوځیان د وسله‎والو ترورېستانو پر وړاندې خپلو حملو او عملیاتو ته زور ورکړي.

د ۲۰۹م شاهین قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني بلخ ته د تېرې ورځې د سفر په ترڅ کې د دفاع وزارت او ۲۰۹م شاهین قول اردو د چارواکو سره یوه ګډه ناسته جوړه کړه او افغان ځواکونو ته‌یې دنده وسپارله چې بې‌له هېڅ شرطه د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې دې خپلو حملو ته زور ورکړي.

جمشیدي: ولسمشر غني پراخو عملیاتو سپارښتنه کړې

ولسمشر غني بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو سره کتلي

جمشیدي وویل:

"ولسمشر فرمان صادر کړ چې د شاهین قول اردو منسوبین دې د ترورېستانو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي، د هغوی پر وړاندې دې عملیات پیل کړي او که عملیات دوام لري هغو ته دې زور ورکړي څو دا ډلې ښه وځپل شي."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوه لوړپوړي چارواکي په قول چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې یاد شي، تر دې دمه د وړمې ورځې برید چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو جومات‌یې هدف وګرځاوه، ۱۳۸ تنه وژل شوي او ۶۶ تنه نور ټپيان دي.

شینواری: پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله کې ۱۳۸ سرتېري وژل شوي

سرچينه وايي چې د یاد برید په ترڅ کې اکثراً د تعلیمي کنډک سرتېري وژل شوي دي او دا چې ګڼ شمېر د درېیو انتحاري حملو په پایلو کې وژل شوي چې د ډېرو د هویت تشخیص‌یې ستونزمن کار دی.

د قول اردو په روغتون کې مؤظفو ډاکترانو ازادي راډیو ته ویلي چې په وژل شویو او یا هم ټپیانو کې هېڅ‌څوک له بلخ ولایته نه‎دي او د مړیو اکثریت شمېر د ختیځ او شمال ختیځ اوسېدونکي دي.

د شاهین قول اردو رئیس ارکان عبدالرؤف محتاج وايي چې پر قول اردو د بریدګرو شمېر ۱۰ تنه وو چې درېیو تنو یې ځان وژنه وکړه او ۷ تنه په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

محتاج: د حملې پر مهال شاهین قول اردو کې دننه وم

ذبیح‌الله د ۲۰۹ قول اردو یو سرتېری دی چې پر دې قول اردو د ترورېستانو په برید کې سخت ټپي شوی او د بلخ حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی، دی له چارواکو غواړي چې د یادې حملې اصلي عاملین دې وپېژني او مجازات‌یې کړي.

ذبیح الله د ۲۰۹ قول اردو یو سرتېری دی

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"لا تر اوسه ۱۵۰تنه وژل شوي، ظالمانو ۱۵۰ تنه مسلمانان د جمعې په ورځ ووژل. دا پېښه باید وڅېړل شي او عاملین‌یې پیدا شي چې دا وسله چا ورکړې وه، له کومه راغلل او څنګه دوی دلته ورسېدل او چا راوستل دا باید په ډاګه او وپېژندل شي بیا سزا ورکړل شي."

دا لومړی ځل نه‎دی چې له پوځي جامو څخه په استفادې ترورېستان بلخ ولایت کې پر یوه دولتي او نظامي مرکز حمله کوي، تر دې دمخه هم بلخ کې د دولت مخالف وسله‎والو د نظامي جامو څخه پر استفادې د بلخ پر استېناف څارنوالۍ او پر امنیه قوماندانۍ دا ډول حملې کړې دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی