په کیوبا کې زرګونه کسانو پرون دوشنبه د دې هېواد په پلازمېنه هاوانا کې د انقلابي او سیاسي رهبر فیډل کاسټرو مړي ته د درناوي وروستي مراسم سر ته ورسول.
فیډل کاسټرو د کیوبا پر خلکو تقریباً نیمه پېړۍ واکمني وچلوله او یوه لسیزه مخکې له قدرته لیرې شو.
د هاوانا اوسېدونکي پرون ډله-ډله فیډل کاسټرو ته د درناوي لپاره د دې ښار مرکزي چوک ته ورغلل.
د هاوانا یوه اوسېدونکي فیلکس ګومز وویل:
"دا د سختې خواشینۍ خبره ده، دا پېښه راتلونکې وه ځکه موږ ټول باید مړه شو خو کله ناکله د داسې کسانو د مړینې منل ګران وي لکه کاسټرو."
د هاوانا یوه اوسېدونکي برېتا کورالېس وايي:
"زه دلته راغلې یم چې له قوماندان کاسټرو سره وروستۍ مخه ښه وکړم. دا ډېره خواشینونکې خبره ده خو زه باور لرم چې هغه به تل له موږ سره وي."
د کاسټرو د جسد ایرې په یوه ځانګړي منګي کې پرون دوشنبه د هاوانا ښار د انقلاب پر څلور لاري کې هغو خلکو ته اېښې وې چې د کیوبا د انقلابي مشر د درناوي لپاره ورغلي وو.
له کاسټرو سره د خلکو د "مخه ښې" مراسم پرون پیل شول او نن به هم دوام لري او په پای کې به خلک پر هغه میدان راغونډ شي چې فیډل کاسټرو د امریکا پر ضد او مارکسېزم د خپرولو لپاره مشهورې ویناوې کړې دي.
فیډل کاسټرو د جمعې په ورځ مړ شو. هغه نوي کلن و.
د کیوبا په پلازمېنه هاوانا کې د ځوان فیډل کاسټرو چې ټوپکیې په لاس کې دی، یوه نهه پوړېزه مجسمه د ملي موزیم ودانۍ ته مخامخ، د ازادۍ پر میدان درول شوې ده.
د کیوبا حکومت ویلي چې خلک به د کاسټرو د جسد ایرو ته تر درناوي وروسته، لوړه وکړي چې د هغه د انقلابي نظر ژوندي ساتلو ته به کار کوي او خپل تعهد به ټینګ ساتي.
فیډل کاسټرو په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د ناروغۍ له امله له دندې ليرې شو او د کیوبا حکومت رهبري یې خپل ورور راهول کاسټرو ته وسپارله.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران به نن سېشنبه له کاسټرو سره د "مخه ښې" د مراسمو په دوهمه او وروستۍ ورځ کې برخه واخلي خو روسیې ویلي چې ولسمشر پوتین د ورتګ پلان نهلري.
روسیه د کیوبا له محدود شمېر، نېږدې ملګرو ده.