د لاسرسي لېنکونه

د کيوبا اوسېدونکي د پخواني ولسمشر او انقلابي رهبر فيډل کاسټرو د مړينې له کبله وير کوي.

د ٩٠ کلن کاسټرو د مرګ خبر پرون خپور شو چې ورپسې چارواکو په دغه هېواد کې نهه ورځنى رسمي ماتم اعلان کړ.

په کيوبا کې به پر دولتي ودانۍ بيرغونه نيم ځوړند وي او هر ډول کنسرټونه او نور محفلونه لغوه شوي دي.

د نړۍ ګڼو مشرانو په دې باب عکس‌العمل څرګند کړى دى.

په دوى کې يو هم د کاناډا صدراعظم جسټن ترودو دى:

"د خپلې مېرمنې سوفيه، ماشومانو، خپل ځان او ټولو کاناډايانو په استازيتوب د فيډل کاسټرو د مړينې له کبله د هغه کورنۍ او د کيوبا خلکو ته د خپلې خواخوږۍ ژور مراتب وړاندې کوم."

فيډل کاسټرو پر دغه کمونېست پلوه هېواد تقريباً نيمه پېړۍ واکمني وکړه.

XS
SM
MD
LG