په کیوبا کې د پخواني ولسمشر فیډل کاسټرو پر مړینې نهه ورځنی ویر اعلان شوی.
کاسټرو د کیوبا د عادي وګړو د ټولینز وضعیت د ښه کېدو په شعار سره انقلاب وکړ او قدرت ته ورسېد.
فیډل کاسټرو ځان د استبدادي رژیمونو په وړاندې د بېوزلو خلکو د حقونو یو مدافع باله.
خو د بشري حقونو ډلې وایي، کاسټرو د دې لپاره چې پنځوس کاله قدرت په لاس کې ولري، د یوه استبدادي او یو ګوندي دولت په جوړولو سرهیې په زرګونو ناراضي کسان زندانونو ته واستول او د بیان ازادي یې وځپله.
د کیوبا دغه پخوانی ولسمشر د نوي کلنۍ په عمر د نومبر په ۲۵مه مړ شو.
ډېرو سوسیالستانو کاسټرو ستایه، هغه هم ډېر په دې خاطر چې په ۱۹۵۹ کالیې د انقلاب مشري په غاړه وه چې په نتیجه کې یې د کیوبا یو فاسد حکومت نسکور کړی و، داسې یو حکومت چې په دغه هېواد کې یې موجوده بېوزلي له پامه غورځولې وه.
قدرت ته له رسېدو وروسته کاسټرو هڅه وکړه چې روغتیایي خدماتو، ښوونې او هستوګنځایونو ته د ګڼو خلکو د لاسرسي په زیاتوالي سره ټولنیز وضعیت ښه کړي.
خو د بشري حقونو د ډلو او د جلا وطنه کیوبایانو په وینا دغه لاسته راوړنې د کیوبا وګړو ته ډېرې ګرانې پریوتې.
په دې معنی چې د کاسټرو په مشرۍ پر حکومت د انتقاد او سیاسي ګوندونو د جوړولو حق له دوی څخه واخیستل شو.
د بشري حقونو ډلې وایي، هغه نظام چې اساسیې کاسټرو ایښی تر اوسه په کیوبا کې پر بشري حقونو تېریو ته دوام ورکوي.
د بخښنې په نړیوال سازمان کې د امریکا برخې مسؤلې اریکا ګوارا روزاس وایي، د ټولنیزو پالېسیو په برخه کې د لاسته راوړنو سره سره، د کاسټرو د ۴۹ کلنې واکمنۍ میراث په کیوبا کې په بېرحمانه توګه د بیان د ازادي ځپل دي.
د بشر حقونو اکثره کارپوهان هم له دې سره موافق دي.
خو یو شمېر په لاتینه امریکا کې د کاسټرو اقدامات بېساري بولي، د بېلګې په توګه په چټکۍ د خلکو د سواد د کچې لوړول او د زرګونو ډاکټرانو روزل.
خو له دې سره سره د بشر حقونو کارپوهان وایي، کاسټرو یو داسې استبدادي نظام رامنځته کړی و چې په وړاندې یې د هر ډول مخالفت مخه نیوله.
کاسټرو چې په ۱۹۵۹ کال کې قدرت ترلاسه کړی و ډېر وخت پرې نهو تېر شوی چې دا یې په ډاګه کړه چې دی د خپل نظام په وړاندې کوچنۍ نارضایتي هم نهشي زغملی.
کاسټرو له هغه وروسته د پرځول شوي حکومت په سلګونو غړي د نمایشي محاکمو او اعدامونو له لارې له خپلې مخې لیري کړل.
نړیوالې ټولنې د کاسټرو پر دغو اقداماتو سخت انتقاد وکړ، خو د کاسټرو ځواب د نهروغې جوړې و او هغه دا چې، انقلابي عدالت د قانون پر احکامو نه بلکې پر اخلاقي اعتقاداتو ولاړ دی.
کاسټرو ویلي و چې دوی بېګناه خلک او سیاسي مخالفین نهاعداموي بلکې د ده په وینا قاتلین او هغه کسان چې باید محاکمه شي، اعداموي.
کاسټرو داسې یو نظام رامنځته کړی و چې په وروستیو لسیزو کې زیات د حکومت سیاسي مخالفین نهاعدامېدل، خو د هغوی زنداني کول او وهل ټکول په یوې عادي چارې بدله شوې وه.
د بشر د حقونو څارنې ډلې د سږني کال د راپور له مخې تر اوسه د حکومت په زرګونو ناراضي کسان زندانونو ته استول کېږي.
خو په دې وروستیو کلونو کې ډېر بندیان خوشې شوي هم دي.
یوه بېلګهیې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې پېښه شوه.
دا هغه وخت وچې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له کیوبا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په هدف دې هېواد ته ولاړ.
د امریکا او کیوبا روابط د ۱۹۵۹ کال د کیوبا له انقلاب وروسته خړ پړ شوي و.
اوباما په کیوبا کې د سیاسي ازادیو د پراخېدو غوښتنه وکړه چې په ځواب کې یې د کاسټرو ورور اوسني ولسمشر راول کاسټرو ۵۳ تنه بندیان په مشروط ډول له زندانونو خوشې کړل.
د واشنګټن او هاوانا تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې په ۲۰۱۵ کال بېرته ټینګې شوې.
له دغو ټولو پرمختګونو سره سره اکثره څارونکي د اپوزېسیون نهزغمل د فیډل کاسټرو د واکمنۍ اصلي میراث بولي او وایي د هغه له مړینې وروسته هم د دې احتمال چې د کیوبا حکومت به سمه لاره غوره کړې، ډېر کم دی.