د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

نړۍ

د روسیې ولسمشر د مې په میاشت کې چین ته ځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون پنجشنبه وویل چې په پام کې لري راروانه میلادي میاشت چین ته سفر وکړي.

کله چې پوتین په مارچ میاشت کې د روسیې د ولسمشر په توګه بیا ټاکل شوی، دا یې لومړی بهرنی سفر دی او دا سفر داسې وخت کېږي چې مسکو هڅه کوي له پېکېنګ سره خپلې اړیکې لا ژورې کړي.

لوېدیځ په تېرو دوو کلونو کې روسیې او چین ته د اندېښنې په نظر کتلي، ځکه دوی په خپلو کې پوځي همکاري زیاته کړې او د خپل نړیوال نفوذ د پراخولو هڅه کوي.

پوتین پرون په مسکو کې یوه تجارتي فورم ته د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وویل، د مې میاشتې دا سفر پلان شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکراین د روسیې له‌خوا د زیلنسکي دسیسه شنډه کړې؛ د پوتین ویاند: ممکن دا تورونه ناسم معلومات وي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

کریملین وایي، د اوکراین هغه تورونه ممکن ناسم معلومات وي چې ویلې یې دي د روسیې له خوا یې د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د وژنې دسیسه شنډه کړې ده.

د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف نن چهارشنبه په دې اړه له مستقیم څه ویلو ډډه کړې، خو دومره یې ویلي چې د اوکراین تورونه ممکن ناسم معلومات وي.

د اوکراین د استخباراتو ادارې پرون وویل، د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي د قتل هغه دسیسه یې شنډه کړې چې د روسیې د امنیت له فدرال ادارې سره تړلو د پنځو اوکرایني اجنټانو په ګډون یوې شبکې جوړه کړې وه.

کییف ویلي، دې اجنټانو چې په دولتي ګارد کې یې دندې درلودې، همداراز د اوکراین د استخباراتي ادارې د مشر واسیلي مالیوک، د پوځي استخباراتو مشر کیریلو بودانوف او نور جګپوړي اوکرایني چارواکي هم په نښه کړی وو.

روسیې تېره شپه پر اوکراین څه باندې ۵۰ توغندي او ۲۰ بې پيلوټه الوتکې توغولي

پر اوکراین د توغندیو د بریدونو یوه څنډه
پر اوکراین د توغندیو د بریدونو یوه څنډه

روسیې تېره شپه د اوکراین پر شپږو سیمو څه باندې پنځوس توغندي او شل بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې تېره شپه د څو ساعتونو لپاره د پلازمېنې کیف په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د خطر زنګ اورول شوی دی.

د اوکراین د انرژۍ وزیر هیرمن هلوس چینکو دغه بریدونه د انرژي پر صنعت بل لوی ګزار بللی دی.

د راپورونو له مخې، د تېرې شپې په بریدونو کې یوشمېر تاسیساتو ته زیان اوښتی دی، خو د احتمالي مرګ ژوبلې شمېر لا نه دی اعلان شوی.

د امریکا دفاع وزارت: روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي

د امریکا دفاع وزارت( پنټاګون) لوګو
د امریکا دفاع وزارت( پنټاګون) لوګو

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون وایي، هغه امریکایي سرتېری چې روسیه کې نیول شوی دی، عسکري مقررات نقض کړي دي.

ګورډن بلاک یو له هغو امریکایي اتباعو څخه دی چې تازه روسیه کې په جلا جلا پېښو کې نیول شوی دی.

بلاک د روسیې په لرې ختیځه سیمه ولادیفوستوک کې د یوې محکمې له خوا نیول شوی دی او قضیه یې پرون د مې په اومه رسنیزه شوه.

ویل شوي چې دغه سرتېری د چین له لارې روسیې ته ننوتلی دی.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، روسیه کې د امریکایي اتباعو نیولو سره دا پوښتنه راپورته شوې چې مسکو له واشنګټن سره د زندانیانو احتمالي تبادله غواړي.

د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې د اوکراین د جګړې له کبله خړې پړې شوې دي.

د عمران خان مېرمن د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته لېږدول کیږي

عمران خان او مېرمنه یې - ارشیف
عمران خان او مېرمنه یې - ارشیف

د پاکستان یوې محکمې حکم کړی چې د پخواني صدر اعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي دې د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته ولېږدول شي.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې دغه غوښتنه خپله بشرا بي بي کړې وه، ځکه چې په کور کې نظر بند پاتې کېدو امنیتي اندېښنې ورته پیدا کړې وې.

بشرا بي بي له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د خان په کور کې د حکومت له خوا نظر بنده وه.

هغه او خاوند یې تورن دي چې د صدر اعظمۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ پلورلي دي.

محکمې چارواکو ته امر کړی چې بشرا بي بي د راولپنډۍ د ګاریشن ښار اډیاله زندان ته ولیږدوي، چېرې چې د کریکټ پخوانی ستوری ۷۰ کلن عمران خان د ۱۴ کلن زندان شپې ورځې تېروي.

جنوبي وزیرستان کې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط کېدو خلاف پرلت روان دی

جنوبي وزیرستان
جنوبي وزیرستان

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې له افغانستان سره پر پوله د عامو خلکو اعتراض او پرلت لا هم دوام لري.

د ازادي راډیو مشال څانګې د دغه پرلت د مشرانو په حواله ویلي چې نن به دوی په یوه جرګه کې خپله راتلونکې کړنلاره باندې بحث کوي او له حکومت سره د خبرو لپاره به یو پلاوی ټاکي.

دغه اعتراض افغانستان ته د اوښتو لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط له عملي کولو وروسته راپورته شوی دی.

دغه شرط د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر کې وضع شو.

پرلتوال وايي چې پر انګور اډه د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

اسراییلي ځواکونو د رفح پر مهمه سرحدي برخه ولکه ټینګه کړه

یو اسراییلي ټانک په رفح ښار کې
یو اسراییلي ټانک په رفح ښار کې

اسراییلي ځواکونو پرون د غزې د جنوبي ښار رفح پر مهمه سرحدي برخه ولکه ټینګه کړه.

سپینې ماڼۍ د اسراییلو دا اقدامات محدود پوځي عملیات بللي، خو دې کار دا وېره رامنځ ته کړې چې اسراییل ښايي هلته پراخ پوځي عملیات وکړي او په دې توګه به له حماس سره چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني د سولې خبرې له خطر سره مخامخ شي.

ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې له مصر سره د رفح د سرحد او نورو لارو بندېدل به د غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسول له خنډ سره مخامخ کړي.

ملګرو ملتونو پخوا لا ویلي و چې د غزې په تړانګه کې بشپړې قحطۍ راغلې ده.

د اوکراین استخباراتي سرچینې: د ولسمشر زیلینسکي د وژنې دسیسه مو شنډه کړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

د اوکراین د استخباراتو اداره وايي، د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي د قتل هغه دسیسه یې شنډه کړې چې د روسیې د امنیت له فدرال ادارې سره تړلو د پنځو اوکرایني اجنټانو په ګډون یوې شبکې جوړه کړې وه.

کییف پرون د مې په اوومه وویل، دې اجنټانو چې په دولتي ګارد کې یې دندې درلودې، همداراز د اوکراین د استخباراتي ادارې SBU مشر واسیلي مالیوک، د پوځي استخباراتو مشر کیریلو بودانوف او نور جګپوړي اوکرایني چارواکي هم په نښه کړی وو.

دا خبر وروسته له هغه ورکول کېږي چې د شنبې په ورځ د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل، د ولسمشر زیلینسکي، پخواني ولسمشر پیترو پوروشینکو او د اوکراین د ځینو نورو چارواکو پرضد یې د جنايي څېړنو دوسیې پرانیستي او هغوی یې د تعقیب لاندې کسانو په فهرست کې شامل کړي دي.

د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي یو شمېر وسله وال
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي یو شمېر وسله وال

د طالبانو حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک TTP د پاکستان د پوځ هغه ادعا رد کړې چې وايي، په پاکستان کې د وروستیو حملو پلانونه په افغانستان کې جوړ شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو حکومت د پاکستان له پرله پسې اعتراضونو سره سره د تروریزم پرضد ګام نه دی پورته کړی.

نوموړي د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې پر چینايي وګړو د حملو په ګډون د ځینو هغو پېښو یادونه هم وکړه چې د ده په وینا د افغانستان په خاوره کې پلان شوي وو.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند دا څرګندونې غیرمسوولانه او له حقیقته لیرې بللي.

عنایت الله خوارزمي بیګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د خیبرپښتونخوا په هغه سیمه کې چې د پوځ تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ده، د چینايي وګړو وژل کېدل د پاکستان د امنیتي ادارو کمزوري او یا له بریدکوونکو سره د هغو ملګرتیا ښيي.

خوارزمي وايي چې په دواړو حملو کې مسوولیت د پاکستان د پوځ پر غاړه دی.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند هم د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د حملو ادعا رد کړې ده.

محمدخراساني په یوه بیان کې ویلي چې د دوی جنګیالي په خپل هېواد کې دننه پر امنیتي ځواکونو او پوځ حملې کوي.

فلوریډا کې د ټرمپ محاکمه بل وخت ته وځنډیده

امریکا د مخکینی ولسمشر، ډونالډ ټرمب
امریکا د مخکینی ولسمشر، ډونالډ ټرمب

د فلوریډا ایالت د فدرال محکمې قاضي اېلین کنن Aileen Cannon چې د محرمو اسنادو په قضیه کې د ډونالډ ټرمپ د محاکمې مشري کوي د امریکا د مخکیني ولسمشر د محاکمې نېټه چې د مې شلمه ټاکل شوې وه وځنډوله، خو نوې نېټه یې اعلان نه کړه.

د مېرمن کنان له خوا د دې پرېکړې تمه کېدله ځکه په دې قضیه کې ځینې مسایل شته چې تراوسه نه دي حل شوي او همداراز د نیویارک ایالت د منهاتن په یو محکمه کې د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو پرمهال د حق السکوت د پیسو په جلا قضیه کې د پخواني ولسمشر محاکمه هم روانه ده.

مېرمن کنن وویل چې د محاکمې د نوې نېټې ټاکل اوس مهال بې ګټې کار دی.

د کنن څرګندونې دا شکونه نور هم پیاوړي کوي چې فدرال څارنوالان به په راروانه نوامبر میاشت کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې ټرمپ محاکمه کړای شي.

د چین ولسمشر د فرانسې سفر کې د سوداګریز سیاست بدلون ته یې لېوالتیا ونه ښوده

 د چین ولسمشر شي جن پنګ او فرانسې ولسمشر امانول مکرون
د چین ولسمشر شي جن پنګ او فرانسې ولسمشر امانول مکرون

د چین ولسمشر شي جن پنګ فرانسې ته خپل سفر پای ته ورساوه او صربیا ته ستون شو.

د راپورونو په اساس، د فرانسې ولسمشر امانول مکرون له خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې پر هغه بازار ته د لاسرسي او د اوکرایین د جګړې په برخه کې ځینې نیوکې کړې دي.

په دې اساس شي جن پنګ د بهرني سیاست او سوداګرۍ په برخه کې د امتیازاتو د ورکړې لږ چمتووالی ښودلی.

د رویټرز د راپور له مخې، مکرون تمه درلوده چې د اروپا او چین تر منځ د غیر متعادلې سوداګرۍ په بدل کې چینايي بازارونو ته د اروپا د زیات لاسرسي او پر چینايي شرکتونو د سبسایدۍ د کمولو په برخه کې شي جن پنګ متقاعده کړي.

خو راپورونه وایي چې د چین ولسمشر په دې برخه کې د بدلونو لپاره ډېره لیوالتیا نه وه ښودلې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG