د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۰

کیوبا کې د فيډل کاسټرو پر مړینې ۹ ورځنی ویر اعلان شوی


کیوبا د انقلابي مشر او پخواني ولسمشر فیډل کاسټرو پر مړینې ویرجنه ده.

په دې هېواد کې په دولتي ودانیو بیرغونه نیم ځوړند دي او جشنونه او کنسرټونه لغوه شوي دي.

په پام کې ده چې کاسټرو ته د درناوي لپاره په راتلونکو ورځو کې پراخ لاریونونه ترسره شي.

کاسټرو چې د نوي کلنۍ په عمر مړ شو، مړی یې پرون د یو لړ خصوصي مراسمو په ترڅ کې وسوځول شو.

کاسټرو د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو.
کاسټرو د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو.

د هغه هیرې به د ډسمبر په څلورمه په ختیځ ساحلي ښار سانتیاګو کې تر خاورو لاندې شي.

کاسټرو چې تقریباً نیمه پېړۍ یې د دغه کمونېستي هېواد واګې په لاس کې وې، له متحده ایالاتو سره‌یې تل د دښمنۍ لاره نیولې وه.

د نړۍ یو شمېر مشرانو د کاسټرو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او د خواخوږۍ مراتب‌یې وړاندې کړي، خو یو شمېر نورو بیا د هغه مړینه غندلې ده.

د دغه عکس‌العملونو په ترڅ کې د امریکا اوسني او منتخب ولسمشرانو مختلف عکس‌العملونه څرګند کړي دي.

اوباما د کاسټرو کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.
اوباما د کاسټرو کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په یوه بیان کې د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ویلي يې دي چې تاریخ به پر کیوبا او نړۍ د هغه د اغېزو په اړه قضاوت وکړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا په یوه بیان کې ویلي چې که څه هم د کیوبا په ټاپو کې یو مستبد رژیم واکمن دی، خو دی هیله‌مند دی چې د کاسټرو مړینه به دا هېواد داسې راتلونکي ته سیخ کړي چې د کیوبا مینه‌ناک وګړي به بالاخره په هغه ازادي کې ژوند وکړي چې دوی یې ډېر مستحق دي.

له کاسټرو د نړۍ ډېرو چپي مشرانو الهام اخیستی او هغه ته‌یې د یوه داسې خیالي مشر په سترګه کتل چې په لاتینه امریکا کې د متحده ایالاتو د سلطې په وړاندې درېدلی و.

خو د هغه منتقدینو نوموړی یو مستبد شخص بللی و چې په بې‌رحمۍ سره‌یې خپل مخالفین ځپل.

د فیډل کاسټرو مړینه نښایي چې په دې هېواد کې ستونزو ته لاره هواره کړي ځکه د هغه ورور راول کاسټرو له یوې لسیزې راهیسې په ټینګه قدرت په لاس کې لري.

راول کاسټرو ژمنه کړې چې دی به د ۲۰۱۸ کال په پاي کې له قدرته لاس واخلي او خپل لومړی مرستیال ۵۶ کلن میګویل دیاز کانیل‌یې د خپل ځای ناستي په توګه غوره شخص بللی دی.

XS
SM
MD
LG