د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د فیډل کاسټرو پر مړینه بېلابېل غبرګونونه


د نړۍ یو شمېر مشرانو د کیوبا انقلابي مشر فیډل کاسټرو ته د هغه په مړینه درناوی وړاندې کړی.

فیډل کاسټرو چې د کیوبا پر ټاپو یې نېږدې نیمه پېړۍ واک وچلاوه د جمعې په ماسخوتن د نوي کلنۍ په عمر مړ شو.

د ده د مړینې اعلان د ده ورور راول کاسټرو چې دا مهال د کیوبا ولسمشر دی پر دولتي ټلوېزیون وکړ.

په میامي کې هغو کیوبایانو چې په تبعید کې اوسېږي د کاسټرو د مرګ د خبر په خپرېدو لارو کوڅو ته راووتل او خوښۍ یې څرګندې کړې.

د میامي په وړه هاوانا کې زرګونه کسان لارو کوڅو ته راووتل او د کاسټرو په مړینه‌یې خوشحالۍ وکړې.

د میامي په وړه هاوانا کې زرګونه کسانو د کاسټرو پر مړینه خوشحالۍ وکړې.
د میامي په وړه هاوانا کې زرګونه کسانو د کاسټرو پر مړینه خوشحالۍ وکړې.

​خو په نړۍ کې فیډل کاسټرو د ګڼو کیڼ اړخو د خوښې شخصیت و.

دوی کاسټرو ته د یو داسې نظر لرونکي کس په توګه ګوري چې په لاتینه امریکا کې د متحده ایالتو د اغېز پر ضد ودرېده او بې‌وزلو کورنیو ته‌یې د روغتیا او تعلیم اسانتیاوې برابرې کړې.

په نړۍ کې پر ډېرو سوسیالیستي غورځنګونو د کاسټرو شخصیت اغېز کړی دی.

د کرملېن په یوې خبرپاڼه کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین فیډل کاسټرو ستایلی او هغه‌یې د «عصر د سمبول» په توګه یاد کړی دی.

پوتین راول کاسټرو ته په یوه استولي پیغام کې فیډل کاسټرو د روسیې رښتینی او د باور وړ دوست بللی دی.

پوتین کاسټرو ستایلی دی.
پوتین کاسټرو ستایلی دی.

د پخواني شوروي مشر میخایل ګورباچوف بیا فیډل کاسټرو خپل ټاپو کې پروت هېواد د پیاوړتیا له کبله ستایلی.

انټرفاکس خبري اژانس د ګورباچوف له خولې ویلي:

"فیډل کاسټرو د امریکا د سختې محاصرې پر مهال خپل هېواد پیاوړی کړ، کله چې پر نوموړي ډېر فشار و هغه بیا هم خپل هېواد له دې محاصرې وویست او د خپلواکې پراختیا پر لاره‌یې روان کړ."

د وېنزوېلا ولسمشر نېکولاس ماډورو د کاسټرو په مړینه ویلي "انقلابیان دې د فیډل کاسټرو میراث تعقیب کړي."

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي کاسټرو د شلمې پېړۍ یو تر ټولو سمبولیک شخصیت بللی دی.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ بیا د کاسټرو په رژیم کې د بشري حقونو سرغړاویو ته په اشارې ویلي:

"کاسټرو د کیوبا د انقلاب هیلې او ناهیلۍ دواړه رامنځته کړې."

فرانسووا اولانډ
فرانسووا اولانډ

د کلونو په اوږدو کې د بشري حقونو ادارو او لوېدیځو حکومتونو د کاسټرو په حکومت کې د بشري حقونو پر سرغړاویو انتقادونه کړي.

د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب ځوما بیا د کیوبا د دې مشر د هغه ملاتړ او هڅو مننه کړې چې دغلته‌یې د توکم پر بنسټ د واکمنۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې کړي او ویلي یې دي، "کاسټرو د اپارتاید پر ضد زموږ د هڅو ملاتړ وکړ."

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ بیا په یو پیغام کې چې د چین په دولتي ټلوېزیون ولوستل شو ویلي "ملګری کاسټرو به تل ژوندی وي"

د چین ولسمشر
د چین ولسمشر

د کاسټرو د جسد ایرې به د ډسمبر په څلورمه نېټه د کیوبا په تاریخي ښار سنټیاګو کې خاورو ته وسپارل شي.

د نوموړي په مړینه په کیوبا کې نهه ورځې ملي ماتم کېږي.

کاسټرو چې د کولمو له یوې نا څرګندې ناروغۍ ځورېده په ۲۰۰۶ میلادي کال کې یې په مؤقتي توګه واک پرېښود او په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې په رسمي توګه خپل ورور راول کاسټرو ته وسپاره.

نوموړي د کیوبا په ټاپو کې پروت دې هېواد باندې اووه څلوېښت کاله د یو ګوند د حکومت په توګه واک وچلاوه.

فیډل کاسټرو په وروستیو کلونو کې په عامه محضر کې نه‌څرګندېده، خو د کیوبا دولتي رسنیو ته‌یې تبصرې لیکلي.

فیډل کاسټرو
فیډل کاسټرو

​نوموړي د وروستي ځل لپاره د کیوبا د کمونېست ګوند په کنګره کې راڅرګند شوی و نوموړي هغه مهال ویلي وو:

"ډېر ژر به زه لکه د نورو ټولو په څېر یم، زموږ ټولو وخت رارسېږي، خو د کیوبایي کمونېستانو نظریې به پر ځمکه پاتې وي، که یو څوک په عزت او درنښت کار کوي، دوی هغه څه رامنځته کولای شي چې بشریت ورته اړتیا لري او د دې لپاره تل مبارزه په کار ده."

ګومان نه‌کېږي چې د کاسټرو مړینه به کیوبا کې کړکېچ رامنځته کړي، ځکه د نوموړي ورور راول کاسټرو په وروستۍ لسیزه کې پر واک منګولې ټینګې کړي دي.

راول کاسټرو ژمنه کړې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به چې د واک دوره‌یې پای ته رسېږي واک خوشې کړي، نوموړي مرستیال ولسمشر میګول ډیاز کانیل خپل ځای ناستی نومولی دی.

XS
SM
MD
LG