له پیچلو مذاکراتو او اوږدو بحثونو وروسته بالاخره د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې وروستۍ تفاهملیک د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار لهخوا لاسلیک شو.
که څه هم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ویډیويي پیغام له لارې له افغان ولسمشر سره دغه هوکړهلیک لاسلیک کړه خو په ارګ کې په دې اړه لویه او شانداره غونډه جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د دې هېواد نېږدې ټولو سیاسي مشرانو او د حزب اسلامي مرکچي پلاوي او د دغه حزب پخوانیو قوماندانانو برخه اخېستې وه.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان په خپلو کې د روغې جوړې اراده او ظرفیت لري خو د ده په خبره که څوک یې پریږدي.
ښاغلی غنی وايي، که څه هم د سولې د ټینګښت لپاره ملي اجماع رامنځته شوی خو هغوی چې د جګړې دوام غواړي لا نور به یې کرغېړنې څیرې نړۍ ته څرګنده شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"د ټولو خلکو بلکې د ټولې نړۍ لپاره دا په ښه توګه واضح شوې چې څوک سوله غواړي او څوک جنګ او د جنګ د دوام په صورت کې به موږ لا زیات د هغوی او ملاتړو څېرې به یې خلکو او نړۍ ته واضح کړو."
ولسمشر غني وايي، له حزب اسلامي سره د سولې تفاهملیک ځکه د عملي کېدو وړ دی چې له هوکړې وړاندې د ټولو خواوو نظرونه اخېستل شوي او له همدا اوس نه د اجرا وړ دی.
د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې له دوو کالو وروسته نتیجې ته ورسېدې او د تېرې پنجشنبې په ورځ یې لاسلیک وشو.
په ورته وخت کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ویډیو پیغام له لارې غونډې ته مفصله وینا وکړه.
ښاغلي حکمتیار وویل، دی باور لري چې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د تفاهملیک په بشپړعملي کېدو به په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي.
حکمتیار وايي:
"باور لرم چې د معاهدې په پلي کېدو سره به د هېواد روان بحران پای ته ورسېږي، دواړو خواوو ژمنه کړې چې د معاهدې ټولو موادو ته به بشپړ درناوی لري او په صادقانه او مخلصانه توګه به هغې ته التزام ولري."
حکمتیار همدا راز ګاونډیو هېوادونو او وسلهوالو طالبانو ته هم مشخص پیغامونه لرل.
ګلبدین حکمتیار وايي، هغه ډلې چې دا مهال له حکومت سره جنګېږي باید نور د افغانستان پر ځوریدلې ملت رحم وکړي او د سولې خبرې که د یو ځل لپاره هم وي امتحان کړي.
د ښاغلي حکمتیار په خبره هرڅوک چې د الله له رضا پرته او د پردیو په ګټه وسلهوال مقاومت کوي هېڅکله به په افغانستان کې خپل هدف ته ونه رسېږي.
په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهملیک پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"د انفاذ وخت یې شروع خو هر قدم یې صادقانه عمل غواړي زموږ له لوري هم او د هغو له لوري هم چې دغه تفاهملیک یې لاسلیک کړی دی او زه پهدې اړه د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرائیه رئیس په توګه ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول کار شکني به په دې برخه کې له زموږ له لوري نه کېږي."
د سولې عالي شورا مشر پیرسید احمد ګیلاني بیا وايي چې د سولې عالي شورا له نورو وسلهوالو مخالفو ډلو سره هم د سولې خبرې غواړي.
که څه هم ښاغلي ګیلاني په دې اړه زیات جزئیات ورنهکړل خو دا یې وویل چې خلک به ژر په دې برخه د دوی له لوري د ښو خبرونو شاهدان وي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر هم له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکې کې ویلي چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت سولې دا وښوده چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ممکن دی او هېڅوک دلته سوله نه ردوي.
Your browser doesn’t support HTML5
راپور: محمد حديث پردېس