کوچیان: د محرومیت او بد بینۍ دوو سترو ستونزو سره مخ یوو

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو کوچیان وايي چې د محرومیت او بد بینۍ له دوو سترو ستونزو سره مخ دي.

یاد کوچیان وايي چې د سرپناه له حق څخه نیولې بیا د روغتیا، پوهنې، په عمومي چارو کې د ګډون، ځانګړې پالېسۍ او ګڼو نورو حقونو څخه بې برخې دي.

د شاوخوا ۳۰ ولایتونو کوچیانو لسګونه استازي چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې راغونډ شوي و وايي، له دې وروسته د یوې ځانګړې طرحې له مخې د حکومت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د کوچیانو چارو د سمون خپلواک ریاست مشر دلاور فیضان د کوچیانو په استازیتوب رسنیو ته وویل چې د کوچیانو اړوند چارې د حکومت دننه همغږه نه‌دي او دې چارو د کوچیانو ستونزې پر خپل حال پرېښې دي.

فیضان: د کوچیانو اړوند چارې د حکومت دننه همغږې نه دي.

هغه زیاته کړه:

"اتیا فیصده وړه مالداري د کوچیانو سره ده، خو ریاست‌یې د کرنې وزارت سره دی، د کوچیانو د روغتیا چارې د روغتیا له وزارت سره دي، د ښوونې او روزنې چارې مو له پوهنې وزارت سره دي، زموږ انکشافي بودجه یو لک ډالره ده، خو ماته‌یې دوه لکه ډالره راکړې دي، موږ د افغانستان د نفوس شپږمه برخه جوړو، د افغانستان نفوس دېرش میلیونه دی، په دې معنا چې د کوچیانو حق یو میلیارد ډالر کېږي."

ښاغلی فیضان وايي، کوچیان غواړي چې حکومت‌یې د دایمي مېشت کېدنې لپاره هر اړخیز پروګرام پیل کړي، په عامه ادارو کې د کوچیانو ونډې ته شرایط برابر شي، د ښوونې او روزنې حق ترلاسه کړي، دوی او مالداري ته‌یې روغتیايي خدمات برابر شي.

افغان چارواکي که څه هم د کوچیانو په وړاندې شته ډېرې ستونزې تائیدوي، خو وايي چې د ملي یووالي حکومت‌یې د حل لپاره هم اقدامات کړي دي.

د چارو ادارې د ټولنیزو او فرهنګي چارو رئیس میاګل وثیق وايي چې ولسمشر د کوچیانو د ستونزو حل ته ژمن دی، خو د هېواد امنیتي وضعیت لکه د نورو برخو په څېر د کوچیانو د ژوند د ښه کېدو مخه هم نیولې ده.

هغه زیاته کړه:

"ولسمشر ستاسې لپاره خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شوی، ولسمشر سږ کال د جنګاښ په میاشت کې د یوه کمېسیون جوړېدو حکم صادر کړ چې په‌کې د دیارلس ادارو مرستیالان شامل دي او دا هغه کمېسیون دی چې د کوچیانو د ټولنیزو او اقتصادي پرمختیا کارونه باید تر سره کړي."

د راپورونو له مخې تر دې وړاندې هم کوچیان ډېر وخت د تګ راتګ پر مهال د څر ځایونو او مېشت کېدو په خاطر د ځایي خلکو او زورواکو له مخالفت سره مخ شوي چې ځیني وختونه وسله‌والې نښتې هم په‌کې شوې دي.​

له دې سره په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی وايي چې ولسمشر ډېر ژر د کوچیانو سره ګوري او د دوی د ستونزو د حل په خاطر پر ځانګړي وړاندیزونو غور کوي.

احمدزی: ولسمشر به ډېر ژر له کوچیانو سره وګوري.

د ولسي جرګې استازی نذیر احمد احمدزی وايي چې کوچیان له دې وروسته پټه خوله نه‌کېني او د اساسي قانون په رڼا کې د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ