د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

عبیدي: سیمه ییز دولت د کوچیانو د څړځای د غصب مساله نه ده حل کړې


په بلخ کې د کوچیانو د مدیریت مشر غلام فاروق عبیدي
په بلخ کې د کوچیانو د مدیریت مشر غلام فاروق عبیدي

په بلخ ولایت کې کوچیان شکایت کوي چې د یوې لسیزې په تېرېدو سره بیا هم محلي دولت نه دی توانېدلی چې د دوی د څړځای د غصب ستونزه حل کړي.

په بلخ ولایت کې کوچیان شکایت کوي چې زرګونه جریبه څړځای یې د سیمه ییزو زورواکو له خوا غصب شوی او محلي دولت هم د دوی دې ستونزې ته تر اوسه پاملرنه نه ده کړې.

د بلخ ولایت کوچیان محلي دولت د دوی د غصب شویو څړځایونو د ستونزې حل ته په بې پامۍ تورونوي او وايي چې په څه باندې پنځو ولسوالیو کې یې زرګونه جریبه ځمکه د هغه محلي زورواکو له خوا غصب شوې چې دولتي چارواکي یې ملاتړ کوي.

په بلخ کې د کوچیانو د مدیریت مشر غلام فاروق عبیدي وايي چې په یوشمېر ولسوالیو کې د دوی ځمکې سیمه ییزو زورواکو غصب کړي:

"په دولت آباد، خُلم، چهاربولک او ځینو نورو ولسوالیو کې د کوچیانو زرګونه جریبه مالچر د زورواکو له خوا غصب شوی او دولت هم د یادې ستونزې په پرخه هېڅ توجه نه ده کړې."

سید محمد حریق چې په بلخ کې د کوچیانو قومي مشر دی؛ وايي، یواځې د دې قوم ستونزه د څړځایونو د غصب پر مسالې نه خلاصیږي؛ بلکې دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي:

"د کوچیانو د ماشومانو لپاره باید ښوونځي جوړ شي؛ د دوی د اوبو ستونزه هر چېرې چې وي باید ورته حل شي؛ څړځایونه یې غصب شوي او څاروي یې له لوږې مري؛ نو دولت باید ورته په ژمي کې علفه مساعده کړي."

په بلخ کې د کوچیانو عمومي مدیر وايي چې دوه کاله وړاندې یې د وښو او بوسو د نشتون له امله د ژمي په موسم کې څه باندې ۴۰ زره څاروي مړه شول او په را روان ژمي کې هم دوی د څاروي د وښو له کموالي سره مخ دي.

د شمال زون د کوچیانو اکثریت پښتانه او بلوڅان برابروي چې تل د خپلو ستونزو د حل په برخه کې د محلي چارواکو له تعصبه ډک چلند څخه شکایت لري.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG